یمن جګړه کې دوه ښکېلې خواوې د 'اوربند درناوی کوي'

د عکس سرچینه، .
ملگرو ملتونو په یمن کې د اروبند پلي کېدو د پیل هرکلی کړی چې ټاکل شوې په دې هېواد کې یوه کلنه جګړه پایته ورسوي.
د یمن په چارو کې د ملگرو ملتونو استازي ویلي، اوربند ددې هېواد د بیارغونې لپاره چې تېر یوه کال کې پکې تر ۶۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، ښه فرصت دی.
د عربستان په مشرۍ ایتلاف چې د یمن په جگړه کې ددې هېواد له دولته ملاتړ کوي وایي، د ملگرو ملتونو ملاتړ لرونکي اوربند چې له نیمې شپې پیل شوی، درناوی کوي.
د ایران لخوا ملاتړ کېدونکي حوثي یاغیان چې د دولت ړنگولو هڅه کوي، هم ویلي چې اوربند به مراعات کړي.
په تېر څه دپاسه یوه کال کې د کورنۍ جګړې له امله نژدې ۲ میلیونه کسان بېځایه شوي دي.
ددې جگړې د پایته رسېدو لپاره خبرې اترې روانه میاشت په کویټ کې ترسره کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
د عربستان په مشرۍ ایتلاف په یوه بیانیه کې ویلي، "عربي ایتلاف به په یمن کې اوربند ته چې د یکشنبې له نیمې شپې پیلېږي، د ولسمشر هادي په غوښتنه درناوی وکړي، خو د یاغیانو هرډول بریدونو ځواب ورکولو حق خوندي ساتي."
د حوثيانو یوه ویاند هم ویلي، چې یاغیان به هم هر ډول برید ته ځواب ورکړي.
د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ورځ د دواړو خواوو جګړه کې چې تر اوربند څو ساعته وروسته یې دوام وموند، ۲۰ کسان ووژل شول.
د ملگرو ملتونو په منځگړتوب پخوانی اوربند چې تېر کال په ډسمبر میاشت کې وشو، په تکراري ډول د نقض کېدو له امله بې پایلې پاتې شو.
د یمن دولت رییس عبدربه منصور هادي د شنبې په ورځ وویل، هغه د کویټ مذاکرات جدي گڼي.
خو ټینگار یې وکړ چې حوثیان باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک ومني چې له هغوی غواړي له اشغال کړو سیمو شاته شي او وسلې وسپاري.
حوثیانو چې د ایران او د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته د وفادارو ځواکونو ملاتړ ورسره دی، په ۲۰۱۴ کال کې د یمن پلازمېنه صنعا او ددې هېواد ډېرې لویدیځې برخې ونیولې.








