پاناما اسناد: د ايسلنډ لومړي وزير استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Getty
د ايسلنډ لومړي وزير سيګمونډرو ګونلاګسن د "پاناما" په نامه اسنادو له افشا کېدو وروسته له خپلې دندې استعغا ورکړې ده.
ښاغلی ګونلاګسن د دغو خپرو شويو اسنادو لومړی قرباني ګڼل کېږي.
ويل کېږي چې د دغه هېواد د کرنې وزير به د ايسلنډ د نوي لومړي وزير په توګه وپېژندل شي. د ميليونو اسنادو د خپرېدو له امله ښودل شوې چې څرنګه د نړۍ شتمن او د ځواک کسان له ماليې تښتېدلي او پيسې يې سپينې کړې دي.
دغه خپاره شوي اسناد د موساک فانسېکا مالي کمپنۍ دي.
په ښاغلي ګونلاګسن هم د ميليونونو ډالرو د شتمۍ د پټولو او د ماليې نه ورکولو تور دی چې ويل کېږي د خپل هېواد په بېلابېلو بانکونو کې د يوې کمپنۍ تر نامه لاندې يې پټې ساتلې وې.
تېره ورځ په ايسلنډ کې يو لړ لاريونونه وشول او خلکو د لومړی وزير د لرې کولو غوښتنه کوله.
ښاغلي ګونلاګسن د دغې کمپنۍ څخه ترلاسه کېدونکې ګټه په ۲۰۰۹ کال کې د ټاکنو پر مهال نه وه ښودلې، خو اته مياشتې وروسته يې دغه شرکت د يوه ډالر په ارزښت په خپله مېرمن پلورلی و.
د ايسلنډ لومړي وزير ويلي، دغه کار غير قانوني نه دی او مېرمنې يې له مالي پلوه ګټه نه ده اخيستې. له خپلې استعفا څو ساعته وړاندې يې د پارلمان د ړنګېدو غوښتنه کړې وه خو د ايسلنډ ولسمشر د دغې غوښتنې مخالفت کړی و.
دغو سندونو د نړۍ يو شمېر اوسنيو او پخوانيو مشرانو لپاره سر خوږی جوړ کړی دی. د چين د ولسمشر شي جېنپېنګ په ګډون د دغه هېواد سياسي مشرانو نژدې خپلوانو هم په بهر کې له دغو شرکتونو سره د تړاو څرک لګېدلی دی او دوی هم د ماليې څخه په تېښته او د پيسو په سپينولو تورن شوي دي.








