د پاريس د بريدونو تورن صلاح عبدالسلام ونيول شو

د پاريس په بريدونو تورن صلاح عبدالسلام د بلجيم په پلازمينې بروکسل کې زخمي حالت کى نيول شوى دى.
چارواکي وايي صلاح عبدالسلام چې د نومبر له مياشتې په تېښته و د ملونبيک سيمې يوۀ اپارتمان کې پوليسو سره نښتې کې په پښه ژوبل شوى دى.
دى د پارليس د بريدونو يو مهم تورن دى. دې بريد ونو کې ١٣٠ کسان وژل شوي وو.
ددې خبر له راښکاره کېدو سم لاسي وروسته د بلجيم لومړي وزير د ترکيې او اروپايي ټولنې سرمشريزه له وخته وړاندې پرېښوده او خپل هېواد ته ستون شو.
تيره ورځ د پاريس د بريدونو يو بل تورن په بلجيم کې پوليسو سره په نښتې کې وژل شوى و.
صلاح عبدالسلام چې ٢٦ کلن دى او د فرانسې تابعيت لري. دده په اړه فکر کېږي چې د پاريس د بريدونو سم لاسي وروسته بلجيم ته ستون شوى و. دې بريدونو کې د هغه يوه ورور هم ځان سره تړلي چاوديدونکي توکي الوزولي وو.
د نوموړي د لټون لپاره د بريدونو وروسته د صلاح عبدالسلام لټون لپاره پراخ عمليات پيل شوي وو. د پاريس د بريدونو پړه د اسلامي دولت په نوم ډلې يا داعش په غاړه اخيستې وه.




