د روسيې ډبرو سکرو کان کې ۳۶ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
چارواکی وايي د روسيې په شمال کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله د ژغورنې ډلې د پنځو غړو په ګډون ۳۶ کسان وژل شوي دي.
دغه پېښه د روسيې به ورکوتا سيمه کې شوې ده او ويل کېږي څلور ماين کېدونکي هغه مهال مړه شول چې د غازو له امله دوې چاودنې رامنځ ته شوې.
د ژغورنې ډلې هڅه کوله چې بند پاتي ۲۶ کسان وژغوري چې بله چاودنه شوه او د ژغورنې ډلې پنځه کارکوونکي او يو کان کېندونکی په کې ووژل شول.
له دې کبله د ژغورنې عملیات درول شوي وو، چې له امله يې پاتې کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه پېښه د روسيې د کان کېندې په برخه کې يوه تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل کېږي.
د روسيې د انرژۍ وزير ولاديمير پوچکوف ويلي "د زيانمې شوې سيمې د حالت له امله څوک ژوندي پاتې نه شول. تر ځمکې لاندې په هغه برخه کې چې ۲۶ کسان په کې بند پاتې وو د تودوخې درجه لوړه او اکسيجن نه و".
د روسيې خبري رسني ويلي چې په دغه پېښه کې د ژغورنې ډلې وژل شويو غړو ته به حکومتي جايزې وکړل شي.




