لیبیا کې 'اسلامي دولت' ډلې د امریکا ګټو ته ګواښ کړی

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) وايي، په لیبیا کې د ''اسلامي دولت'' هغې ډلې، چې یو مشر یې لیبیا کې د امریکا په هوايي برید کې وژل شوی، پر انټرنېټ د امریکا او لوېدیځ ګټو ته د ګواښ خبرداری ورکړی دی.
د تېرې جمعې په ورځ د لیبیا طرابلس ښار لوېدیځ کې شاوخوا ۷۰ کیلومتره لیرې صبراته ښار کې، چې د تونس پر پوله پروت دی، هوايي برید د ''اسلامي دولت'' دلې پر یوې ودانۍ هوايي برید وشو.
په برید کې د تونسي سخت دریځي نور الدین شاشان په ګډون، لږترلږه ۳۸ کسان ووژل شول.
ویل کېږي چې شاشان د تونس د تېر کال بریدونو کې لاس درلود، چې لږترلږه ۳۰ بریتانویان پکې ووژل شول.
''اسلامي دولت'' ډله له تېر کال راهیسې په لیبیا کې فعاله ده.
امریکا اټکل کوي چې دغه ډله په ل یبیا کې شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالي لري.
د پنتاګون ویاند پیټر کوک وايي، په دې برید د ''لیبیا چارواکي خبر و''.
نوموړي اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي:

''موږ دا ګام د صابر [نور الدین شاشان] پرضد وروسته تر هغه د دوی پر روزنیز مرکز وکړ، چې پوی شوو دغې ډلې په سیمه کې د امریکا او لوېدیځ د ګټو پرضد د بریدونو پلانونه جوړول''.
نوموړی زیاتوي: ''موږ وینو چې په عراق او سوریه کې څه تېرېږي او موږ باوري یو چې دغو جنګیالیو په لیبیا کې زموږ ملي او امنیتي ګټو ته یو ګواښ اعلان کړی دی''.
په لیبیا کې د جګړې او ناامنیو د اور لمبې څلور کاله وړاندې هغه مهال پیل شوې، چې ددغه هېواد مخکینی مشر معمر القذافي د امریکايي بریدونو او پاڅونونو په لړ کې ووژل شو.
پنتاګون ویلي، شوشان یو داسې ''تجربه لرونکی'' کس و، چې د تونس - لیبیا پر پوله یې د ''اسلامي دولت'' ډلې د جنګیالیو اوښتو کې مرسته کړې ده.

پنتاګون دا هم وايي، چې په دې برید کې د امریکا ایف ۱۵ اي جنګي الوتکو او بې پیلوټه الوتکو برخه لرله.
بي بي سي ته ویل شوي، چې په برید کې د بریتانیا اډې هم ښکېلې وې، خو هېڅ کوم بریتانوي پکې ګډون نه درلود.
د صبراته ښاروال د وژل شویو شمېر ۴۱ ښوولی، او وايي چې ډېری وژل شوي تونسیان دي.
په تېر نومبر کې د امریکا په یوه برید کې درنا کې د عراق لپاره د ''اسلامي دولت'' ډلې قومندان ابو نبیل، چې په وسام نجم ابو زاید الزبیدي هم مشهور و، ووژل شو.
ویل کېدل چې نوموړی په لیبیا کې ددغې ډلې مشر هم و.









