لیبیا کې د 'اسلامي دولت' پر جنګیالیو بمباري شوې

د عکس سرچینه، Getty
رپوټونه وايي، د لیبیا صبراته کې د 'اسلامي دولت' ډلې پر جنګیالیو بمباري شوې، چې لږترلږه ۳۰ کسان پکې وژل شوي دي.
''نیویارک ټایمز'' ورځپاڼې د نوم نه ښودلو په شرط د یوه چارواکي له خولې ویلي، دا برید د امریکا له خوا ترسره شوی دی.
د صبراته ښاروال رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د لیبیا پلازمېنې طرابلس په لوېدیځ کې یوه ودانۍ په نښه شوې ده.
دی وايي، په برید کې ۴۱ کسان وژل شویو چې ډېری یې تونسیان دي.
د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر تېره اونۍ ویلي وو، امریکا به لیبیا کې د ''اسلامي دولت'' ډلې په نښه کولو ته دوام ورکړي.
د بمبارۍ سیمه د تونس پولې ته څېرمه پرته ده.
وروستي رپوټونه وايي، د ''اسلامي دولت'' قومندانان له عراق او سوریې نه لیبیا ته له ګڼو جنګیالیو سره تللي دي.
بي بي سي ته ویل شوي، په بمبارۍ کې د بریتانیا اډې هم رول درلود، خو کوم بریتانوي په برید کې مستقیماً برخه نه ده اخیستې.

صبراته د تونس پولې ته څېرمه پروت دی، چې ویل کېږي ''اسلامي دولت'' ډله پکې حضور لري.
تېر کال، دغې ډلې د لیبیا د مخکیني ولسمشر معمر القذافي کورنی ټاټوی – سرت ښار – ونیو.








