ډونالډ ټرمپ د الشباب په تبلیغاتي ویډيو کې

د عکس سرچینه، Getty Images
سومالیا کې سخت دریځي وسله والې ډلې الشباب یوه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې، چې پکې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د هیله مند کاندید ډونالډ ټرمپ ویډیويي کلیپ هم شامل دی.
ویډیو کې د ټرمپ د هغو څرګندونو برخه شامله کړله شوې، چې نوموړی امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د بندیز لګولو غوښتنه کوي.
الشباب له القاعده سره هم اړیکي لري.
دغه ویډیو کې له افریقايي نژادو امریکایانو غوښتل شوي، چې اسلام ومني او د ' سپېڅلې ' جګړې برخه شي.
ویډیو کې ویل شوي، چې امریکا کې د پولیسو ظلمونه او د مسلمانانو خلاف احساسات برالا دي.
ډونالډ ټرمپ د دغې ویډیو په اړه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، EPA
تېرو کلونو مودې کې یو شمېر سومالي نژاد امریکایان له الشباب سره د یو ځای کېدو لپاره سومالیا ته تللي.
دغه ویډیو ۱۵ دقیقې اوږدوالی لري او د ټرمپ څرګندونو ته پکې ۱۰ دقیقې وخت ورکړل شوی دی.
تېره دسمبر میاشت کې ټرمپ ویلي و، چې امریکا ته باید د مسلمانانو پر ورتګ بشپړ بندیز ولګول شي.
نوموړي ویلي و:
' پولې باید تر هغه مهاله وتړلې شي، چې زموږ د هېواد استازي وپوهیږي، چې څه روان دي.'
د نوموړي دغه څرګندونې په امریکا کې سختې غندلې شوې وې.








