د سوریې جګړه: روسي بمباریو تر اوسه''۲۰۰ ولسي وګړي وژلي''

د ملکي دفاع ځواکونه د هغې ودانۍ په کنډوالو کې خلک لټوي، چې د روانې میاشتې پر ۲۱مه، په ادلب کې د روسیې الوتکو بمباري پرې وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ملکي دفاع ځواکونه د هغې ودانۍ په کنډوالو کې خلک لټوي، چې د روانې میاشتې پر ۲۱مه، په ادلب کې د روسیې الوتکو بمباري پرې وکړه.

د بښنې نړیوال سازمان 'امنسټي انټرنېشنل' د عیني شاهدانو او فعالانو له قوله وايي، په سوریه کې د روسیې هوايي بریدونو تر اوسه لږترلږه ۲۰۰ ولسي وګړي وژلي دي.

د دغه سازمان راپور وايي، د تېرې سپتمبر میاشتې له ۳۰ د نومبر تر ۲۹ پورې یې د سوریې پنځو سیمو د روسیې د ۲۵ هوايي بریدونو په اړه معلومات راغونډ کړي دي.

د راپور پایلې ښيي، چې ''روسیې په خطناک ډول د بشري حقونو نړیوال قانون مات کړی دی''.

خو مسکو تل د ولسي وګړو وژل کېدل ردوي، او وايي دا ګومانونه د ''رسنیزې جګړې'' یوه برخه ده.

روسیې د تېر سپتمبر میاشتې په دېرشمه د ''اسلامي دولت'' او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې هوايي بریدونه پیل کړل.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د روسیې په حمص، حماة، ادلب، لاذقیه او حلب کې یې د روسي بریدونو په اړه معلومات راغونډ کړي.

ادلب کې د روسیې برید

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ادلب کې د روسیې برید

سرچینه وايي، په راپور جوړولو کې یې د تیلېفون او انټرنېټ له لارې له ۱۶ عیني شاهدانو سره د بریدونو په اړه خبرې کړې چې په دوی کې ډاکټران او د بشري حقونو فعالان هم دي.

پر دې سربېره، امنستي ځینې سمعي او بصري توکي هم ترلاسه کړي، چې وايي له بریدونو سره تړاو لري.

د بریدونو په اړه جزییات

په راپور کې د شپږو بریدونو پوره جزییات ورکړل شوي.

دغه سازمان وايي، د بېلګې په توګه، د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۹مه، د ادلب ولایت په اریحا د ولسي وګړو پر یوه بازار درو توغندیو لږترلږه ۴۹ ولسي وګړي ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

زیاتوي چې عیني شاهدانو او د بشري حقونو فعالانو دوی ته د بریدونو په اړه جزییات ورکړي دي، حال دا چې د برید په سیمه کې ''هېڅ پوځي اهداف نه وو''.

امنسټي وايي، داسې نور دلایل هم شته چې د روسیې پوځ ''په ناقانونه ډول د خلکو د ګڼې ګوڼې پر ځایونو هم بمونه غورځولي، چې بیا وروسته چاودلي دي''.

روسیه وايي دوی په سوریه کې 'اسلامي دولت' او نورې سخت دریځې ډلې په نښه کوي.
د عکس تشریح، روسیه وايي دوی په سوریه کې 'اسلامي دولت' او نورې سخت دریځې ډلې په نښه کوي.

روسي چارواکو تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه په ښکاره کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کرملین وړاندې ورته رپوټونه رد کړي وو، او دا یې په سوریه کې د روسیې د بدنامولو هڅه بللې وه.

په سوریه کې د روسیې هوايي بریدونه داسې مهال پیل شول، چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په سوریه کې د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې له وړاندې بریدونه پیل کړي وو.

د عکس سرچینه، Reuters