د اقليمي بدلون په اړه د پاريس غونډه پرېکړې ته ورسېده

د عکس سرچینه، AP
د فرانسې پلازمېنې پاريس کې د دوو اوونيو خبرو وروسته، ۱۹۵ ګډون کوونکي هېوادونه د نړيوالې تودوخې د مخنيوي لپاره يوې پرېکړې ته ورسېدل.
دغه خبرې د نوامبر مياشتې پر ۳۰ نېټه پيل شوې وې، په خبرو کې د زرغونې ټکنالوژۍ کارول او د کاربون ډای اوکسايد پر کابو کولو ټينګار شوی و.
د پاريس غونډې پرېکړې له مخې به تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ د تودوخې لوړېدا کچه تر ۲ سانتي ګرېډو کمه وساتل شي.
د تړون له مخې ټول هېوادونه به د کاربون ډاي اوکسايد د کچې راټيټول لپاره يو ځای کار کوي.
له دې وړاندې د چين او هند په ګډون ۱۳۴ هېوادونو د اقليمي بدلون په اړه د دغې طرحې ملاتړ کړی و. د تړون په متن کې راغلي، اقليمي بدلون له هغه چې ښکاري ډېر خطر لري.
په دغه غونډه کې داختلاف يو ټکی دا و، چې څرنګه د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لګښت د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو تر منځ و ويشل شي.
د پرېکړې له مخې هر پنځه کاله وروسته به د اقليمي بدلون په اړه پرمختګ څېړل کېږي او له ۲۰۲۰ کاله به ۱۰۰ ميليارده ډالر له مخ پر ودې هېوادونو سره د اقليمي بدلون په برخه کې مرسته کېږي.
<link type="page"><caption> شپږ طرحې چې د اقليم بدلون روښانه کوي.</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/news/resources/idt-c25a7ed6-d3f7-4164-a994-d358971fcec3" platform="highweb"/></link>
د نړۍ بېلابېلو مشرانو د پاريس غونډې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي دي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دغې تړون په اړه ويلي "دا لويه خبره ده، چې نژدې د نړۍ ټول هېوادونه دې له يوې پرېکړې ملاتړ وکړي."
د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند ويلي که څه هم ټولو هېوادو ښایي هغه څه چې یې غوښتل، نه وي تر لاسه کړي، خو دا موافقه په خپله مهمه ده.
همدا ډول د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمېرون ويلي "دغه شېبه بايد په ياد ولرو او دا د نړۍ د راتلونکي ساتلو لپاره يو لوی ګام دی."








