کسپین سمندرګي کې د اور لګېدو له کبله ۳۰ کسان تري تم شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د اذربایجان چارواکي وايي، د هغو دېرشو تنو کارګرو د ژوندي موندل کېدو هیلې په مړاوي کېدو دي، چې په کسپین سمندرګي کې د تېلو په یوې څاه کې له اورلګېدنې وروسته تري تم شوي دي.
دغه کارګر په یوې ژغورونکې کښتۍ کې سپاره وو، چې د توپاني هوا له کبله په سمندر کې ډوبه شوه.
د بېړنیو چارو اداره وايي، د ګونېشلي په نامه د تېلو د راویستو په سیمه کې اور لا هم بل دی او په وینا یې د خرابې هوا له کبله د ژغورنې هڅې له خنډ سره مخامخ دي.
د سوکار په نامه شرکت چې په دې سیمه کې کار کوي وايي، تر اوسه د دوی یو کارګر وژل شوی او دوه دېرش نور ژغورل شوي دي.
د شرکت د چارواکو په وینا، د پېښې پر مهال په دې سیمه کې ۶۳ کسانو کار کاوه.
د آذربایجان د انرژۍ ملي شرکت وايي، تر اوسه ۳۳ کسان ژغورل شوي دي.
ددغه هېواد د تېلو برخې کارکوونکو د ملاتړ کمېټې بي بي سي ته ویلي، احتمالاً هغه دېرش کسان چې نه دي ژغورل شوي، شاید مړه شوي وي.
د اورلګېدو پېښه د تېرې جمعې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ګازو یو نل د توپان له کبله اور واخیست او بیا نورو ځایونو ته اور خپور شو.








