'روسان تل تور لګوي، ثبوت دې راوړي'

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ترکیې تور لګولی، چې روسۍ جنګي الوتکه یې له ''اسلامي دولت'' سره د تېلو د راکړې ورکړې د سوداګرۍ ساتنې په موخه راغورځولې ده. خو ترکي ولسمشر رجب طیب ایردووان پوتین ننګولی چې د خپل دغه تور لپاره دې ثبوت راوړي.
ایردووان وايي، که چېرې روسیه خپل دا تور ثابت کړي، چې ګني ترکیه له 'اسلامي دولت' سره د تېلو راکړې ورکړې معامله لري، نو دی [ایردووان] چمتو دی چې له خپلې دندې استعفا وکړي.
د ترکیې ولسمشر وايي: ''تاسې پوهیږئ، چې زموږ د تېلو تر لاسه کولو سرچینې د ټولو په وړاندې دي، موږ تیل او طبیعي ګاز له روسیې رانیسو، موږ د ایران، اذربایجان، عراق، الجزایز، قطر او نایجریا مشتریان یو او له همدې هېوادونو تیل او ګاز رانیسو. تورونه پورې کول د دوی پخوانی دود دی، خو د تورونو له پورې کولو هېڅ هم نه تر لاسه کېږي.''
د روسیې ولسمشر پوتین پاریس کې له ولسمشر بارک اوباما سره د ترکیې او مسکو د ترینګلتیا او د سوریې اړوندو مسائلو پر سر خبرې کړې دي.
پوتین ویلي، د ترکي الوتکو له خوا د روسۍ الوتکې راغورځول یوه ''لویه تېروتنه'' ده.
ترکیه دا نه مني چې ګني له ''اسلامي دولت'' ډلې سره کومه اړیکه یا راکړه ورکړه لري.
ترکیه د امریکا په مشرۍ د هغه ایتلاف غړې ده، چې پر ''اسلامي دولت'' ډلې بمبارۍ کوي.
![ایردووان وايي، که چېرې روسیه خپل دا تور ثابت کړي، چې ګني ترکیه له 'اسلامي دولت' سره د تېلو راکړې ورکړې معامله لري، نو دی [ایردووان] چمتو دی چې له خپلې دندې استعفا وکړي.](https://ichef.bbci.co.uk/ace/ws/640/amz/worldservice/live/assets/images/2015/11/27/151127025033_turkish_president_recep_tayyip_erdogan_512x288__nocredit.jpg.webp)
د عکس سرچینه،
د ترکیې حکومت وړاندې د الوتکې د غورځولو له کبله د بښنې له غوښتلو ډډه کړې وه.
د الوتکې په لوېدو کې یو روسی پیلوټ ووژل شو او بل وژغورل شو.
پېښه د تېر نومبر میاشتې پر ۲۴مه وشوه.

د عکس سرچینه،
د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي سره تر کتنې وروسته خبري غونډې ته وویل ''امکان نه لري چې کوم دولت دې موږ بښنې غوښتلو ته اړباسي''.
داود اوغلو دا هم ویلي، هیله لري چې روسیه پر ترکیې د لګول شویو بندیزونو په اړه بیا له سره غور وکړي.
د اوغلو له څرګندونو ووسته، روسیې د بندیزونو هغه نوملړ اعلان کړ، چې پر ترکیه یې لګولي وو.
روسیه په سوریه کې هوايي بریدونه کوي، چې ظاهراً یې هدف ''اسلامي دولت'' ډله ځپل دي، خو هلته ګڼ ولسي وګړي د مسکو په بریدونو کې وژل شوي.
خو لوېديځ او عربي هېوادونه پر مسکو د هغو سوري مخالفو ډلو په نښه کولو تور پورې کوي چې د بشار الاسد د نظام پر ضد جنګېږي.

آن دا څو میاشتې وړاندې، ترکیې د ''اسلامي دولت'' ضد ډلې پر وړاندې ایتلاف کې له رول لوبولو سره مخالفت ښوولی و، خو په تېر اګست کې انقرې ایتلاف ته اجازه ورکړه چې په انجرلیک سیمه کې یې له هواي اډې ګټه واخلي.
رپوټونه وايي، ''اسلامي دولت'' ډله د ناقانونه تېلو له خرڅلاو ډېری پیسې ترلاسه کوي، خو ترکیه دا نه مني چې ګني په دې سوداګرۍ کې دې ښکېله وي.

د عکس سرچینه، epa








