د نایجریا یولا ښار کې د چاودنې له کبله ۳۰ کسان وژل شوي

نایجریا کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په یولا ښار کې د یوې چاودنې له کبله ګڼ کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته رسیږي.
چاودنه د سې شنبې په ماښام له ګڼې ګوڼې یوه ډک بازار کې داسې مهال وشوه، چې سوداګرو دکانونه تړل.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې، خو په نایجریا کې دغه ډول بریدونو کې بوکو حرام سخت دریځه ډله ښکېله بلله کېږي.
د نایجریا ولسمشر محمد بهاري د تېرې شنبې په ورځ دغه ښار ته سفر کړی و.
نوموړي هغه مهال ویلي و، چې سخت دریځه ډله بوکو حرام به ډېر ژر له ماتې سره مخامخ شي.
د روان کال اوږدو کې دا دویم ځل دی، چې یاد ښار کې دغه ډول خونړی برید کېږي.
له دې مخکې تېره میاشت دوو چاودونو کې د دغه ښار ۴۰ اوسېدونکي وژل شوي وو.
یولا ښار شمالي اداماوا ایالت ته څېرمه پروت دی، چې دغه ایالت د بوکو حرام ډلې فعالیتونو سخت اغیزمن کړی دی.
بوکوحرام ۲۰۰۲ کال کې رامنځته شوه او زده کړې یې د لوېدیځ په بڼه بللې، چې ورسره مخالفت کوي.
هاوسا ژبه کې د بوکو حرام ژباړه داسې ده، چې ''لوېدیځوالې زده کړې ممنوع '' دي.
دغې ډلې په ۲۰۰۹ کال کې د اسلامي حکومت رامنځته کولو لپاره وسله واله جګړه پیل کړه.
شمالي نایجریا کې دغې ډلې تر اوسه زرګونه کسان وژلي دي.








