د مصر حکومت تحقيقي خبريال او مدني فعال خوشی کړ

د عکس سرچینه، Twitter
مصر هغه وتلی تحقیقي خبریال خوشی کړی دی، چې نیول کېدل یې د بښنې نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو له لوري غندل شوي وو.
د حسام بهجت خوشي کيدل د حقونو ګروپ له لوري چې ښاغلی بهجت یې بنسټ اېښودونکی دی تایید شوي دي.
د دغه سازمان یو مشر جاسرعبدالرازق وايي: '' هغه راته ټیلیفون کړی و او ویل یې ، چې د پوځي استخباراتو له ودانۍ خوشی شوی دی.''
نوموړی ۳۷ کلن خبریال د یکشنبې په ورځ په دې تور نیول شوی و، چې ګواکې ناسم معلومات یې خپاره کړي دي. له هغه نه د هغو پوځي افسرانو محاکمې اړوند یوې لیکنې پوښتنې ګروېږنې شوې، چې وايي کودتا یې کوله.
د بښنې نړیوال سازمان د نوموړي نیول کېدل ' په مصر کې د بیان پر ازادۍ یو بل ګوزار ' بللی و. ښاغلي بهجت چې د بشري حقونو لپاره یې د مصر نوښت په نوم د شخصي حقونو سازمان جوړ کړی، په ' مدی مصر ' نومي ورځپاڼې او ویبپاڼې کې یو لړ تحقیقي رپوټونه خپاره کړي دي.
مدی مصر وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې د هغه له خوشي کېدو وروسته هم پرې تورونه شته که نه.
له هغه وروسته چې ۲۰۱۳ کال کې د پوځ له لوري د ولسمشر محمد مرسي حکومت ړنګ شو، پراخو عملیاتو کې لسګونه زره اسلامپال پلویان یې او مخالف نظر لرونکي کسان زنداني شوي دي.




