'د تودوخې ډېرېدل ۱۰۰ میلیون نور وګړي بې وزله کولی شي'

نړیوال بانک خبرداری ورکړی که د نړیوالې تودوخې مخه ونه نیوله شي تر ۲۰۳۰م کال پورې به سل میلیونه نور خلک د بې وزلۍ لور ته ور ټېل وهل شي.
نړیوال بانک وړاندوینه کوي چې په افریقا کې به د خوړو بیې دوولس فیصده لوړې شي، میلیونونه وګړي به د ملاریا له خطر سره مخ شي او کډوالي به زیاته شي.
دا خبرداری په داسې مهال کې ورکول کېږي چې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو وزیران سره ګوري او دوی د شین کوریزو غازونو په کمښت خبرې سره کوي چې وروسته به یې په پاریس کې د ملګرو ملتونو کنفرانس ته وړاندیزونه وکړي.
له واشنګټنه لاورا بایکر پخپل رپوټ کې لیکي، نړيوال بانک وايي د اقليم بدلون وار له مخه هغه تر ټولو بې وزلي خلک اغېزمن کړي چې په ډېره کم اورښت او خورا زياته گرمه هوا کې د ستونزو په گاللو کرکېله کوي.
دغه اداره زياتوي، د نړۍ بې وزلي وگړي کمو سرچينو ته لاسرسى مومي او د سمندر د اوبو کچې زياتېدا او سختې وچکالۍ په څېر د اقليم له بدلانه سره تړلو نورو ټکانونو په وړاندې، هېڅ راز چمتووالى نه لري.

د عکس سرچینه، EPA
نړېوال بانک له اړمنو سره د مرستې لپاره د لا نورو گامونو پورته کولو غږ کوي. د دغې ادارې چارواکي د نړۍ له مشرانو غواړي چې د کاربن غاز توليد کمولو په برخه کې گام واخلي.
دغه رپوټ د ملگرو ملتونو په مشرۍ په پاريس کې د اقليم د بدلون په تړاو له جوړېدونکې سرمشريزې يواځې څو اوونۍ وړاندې خپور شوى دى.
په راپور کې داسې وړاندوېینې هم راغلې، چې: د غلو دانو تولید به د ۲۰۳۰ کال تر راتلو پورې ۵ سلنه کم شي، خو دا کچه به تر ۲۰۸۰ کال پورې ۳۰ سلنې ته وخېژي، او ۱۵۰ میلیون نور وګړي به په ملاریا، نس ناستي او د ودې نه کولو په ناروغیو اخته شي.

د عکس سرچینه، Getty
په راپور کې ټینګار شوی چې حکومتونه او اقتصادي ودې به د اقلیم په بدلون سره اغېزمن شي، خو حکومتونه ددغه ګواښ د مخنیوي لپاره لا ډېر ښه سیاست ته اړتیا لري.








