د میانمار ټاکنې او د مسلمانانو بې برخې والی؟

په میانمار کې بودايي مشران ډېر سیاسی نفوذ لري

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په میانمار کې بودايي مشران ډېر سیاسی نفوذ لري

په میانمار (برما) کې تر ۲۵کلن ځنډ وروسته د لومړنیو ازادو ټاکنو رایې شمېرل کېږي. د حکومت مخالف، د دیموکراسۍ لپاره د ملي جبهې ګوند پلویان تمه لري چې دا ټاکنې وګټي.

د ګوند اوسنۍ مشره اونګ سان سوچي د اساسي قانون له مخې حق نه لري چې ولسمشره شي، ځکه چې دوه بچیان یې د بریتانیا پاسپورتونه لري، خو د میانمار نه لري، خو لا هم ګوند د سیال واکمن پوځي ملاتړي یو اس ډي پي سره د واک په مبارزه کې دی. په پارلمان کې یو پر څلور برخه څوکی د پوځ پر لاس کې دي.

سوچي دا پرېکړه ناعادلانه بللې ده.

د سوچي ګوند ولسمشرۍ ته هېڅ ښکاره نوماند نه لري، خو ټینګار یې دا دی چې پارلماني ټاکنو کې یې د ګوند د بریا په صورت کې یې له ولسمشر لوړېدلی شي.

په میانمار کې تر یو میلیون ډېر مسلمانان اوسېږي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، په میانمار کې تر یو میلیون ډېر مسلمانان اوسېږي

څارونکي وایي، ټاکنې ازادې او عا دلانه وې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري دا ټاکنې د دیموکراسۍ پر لور یو ګام بللی دی. د ډېرو په ګومان دا به په میانمار کې د نیمې پېړۍ پوځي پلوي رژيم واک پای ته ورسوي.

په میانمار کې تر یو میلیون ډېر روهینګا مسلمانان وروسته تر هغه له رای اچولو محروم شول، چې د هویت پاڼې یې لغوه اعلان شوې.

د هېواد په دوو لویو ګوندونو کې مسلمانو کاندیدانو ته ځای نه دی ورکړل شوی، د دیموکراسۍ لپاره د ملي جبهې ګوند منلې ده، چې د خپلو کاندیدانو له لیسته یې مسلمان نوماندان د بودايي ډلو د فشار له کبله ایستلي دي.

د ګوند اوسنۍ مشره اونګ سان سوچي د اساسي قانون له مخې حق نه لري چې ولسمشره شي، ځکه چې دوه بچیان یې د بریتانیا پاسپورتونه لري،

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ګوند اوسنۍ مشره اونګ سان سوچي د اساسي قانون له مخې حق نه لري چې ولسمشره شي، ځکه چې دوه بچیان یې د بریتانیا پاسپورتونه لري،

په تېرو څو کلونو کې د بودایانو او مسلمانانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي، چې پکې له مسلمانانو سره وحشیانه چلند شوی دی.

په تېرو څو کلونو کې د بودایانو او مسلمانانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي، چې پکې له مسلمانانو سره وحشیانه چلند شوی دی.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، په تېرو څو کلونو کې د بودایانو او مسلمانانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي، چې پکې له مسلمانانو سره وحشیانه چلند شوی دی.

که څه هم په بودايي دین کې تاوتریخوالی کرکجن ګڼل کېږي، خو بودايي مذهبي کسان تر ډېره د مسلمانانو پرضد په وحشیانه کړنو تورن دي، چې په لړ کې یې ګډوډي جوړه کړې او لسګونه مسلمانان یې وژلي دي.

میانمار له تېرو نژدې ۵۰ کلونو راهیسې د دیکتاتوري پوځي واکمنۍ تر سیوري لاندې دی، او پوځ د پارلمان ۲۵ څوکۍ لري، چې په اساسي قانون کې د بدولن د ردولو لپاره په کافي اندازه واک لري.

د دیموکراسۍ لپاره د ملي جبهې ګوند منلې ده، چې د خپلو کاندیدانو له لیسته یې مسلمان نوماندان د بودايي ډلو د فشار له کبله ایستلي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د دیموکراسۍ لپاره د ملي جبهې ګوند منلې ده، چې د خپلو کاندیدانو له لیسته یې مسلمان نوماندان د بودايي ډلو د فشار له کبله ایستلي دي.

په میانمار کې ولسمشر د خلکو په رایو نه ټاکل کېږي، بلکې د پارلمان په نامستقیمو رایو انتخابېږي، په دې‎ پېچلې عملیه کې دواړې شوراګانې او پوځ له درو کاندیدانو یو یې ولسمشر ټاکي، او دوه نور کاندیدان یې مرستیالان کېږي، خو دا وړۍ چې شړۍ کېږي، د ټاکنیز کمیسیون وروستۍ پرېکړه درې میاشتې وخت نیسي.

یوه بوډۍ ښځه په ټاکنیز کمپاین کې فعالیت کوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یوه بوډۍ ښځه په ټاکنیز کمپاین کې فعالیت کوي