پاکستان: الوتکه د بېړنۍ ناستې بهیر کې له ځغاست لیکې وتلې

لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د الوتکې یو ټایر وچاودید، چې له کبله یې الوتکه له ځغاست لیکې وښوېده

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د الوتکې یو ټایر وچاودید، چې له کبله یې الوتکه له ځغاست لیکې وښوېده

د پاکستان ځايي رسنۍ وايي یوې الوتکې د لاهور علامه اقبال هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې، چې له کبله یې ۱۰ کسان ټپیان شوي دي. د شاهین ایر دغه الوتکه کې له ۱۰۰ ډېر کسان ناست وو.

الوتکه کې ټولټال ۱۰۰ کسان ناست وو

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، الوتکه کې ټولټال ۱۰۰ کسان ناست وو

لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د الوتکې یو ټایر وچاودید، چې له کبله یې الوتکه له ځغاست لیکې وښوېده.

عیني شاهدان وايي د ټاير چاودلو له کبله الوتکه له ځغاست لیکې ووته

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، عیني شاهدان وايي د ټاير چاودلو له کبله الوتکه له ځغاست لیکې ووته

ځینو نورو رپوټونو کې بیا ویل شوي دي، چې الوتکې کې تخینکي ستونزه رامنځته شوې وه. ویل کېږي، چې له الوتکې نه ټولې سپرلۍ په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د هوايي چلند یو زده کونکی زین اصغر، چې د پېښې ځای کې وو بي بي سي ته وویل:

'' ټایر وچاودید او الوتکه له ځغاستلیکې ووته.''