عادل الجبير: د يمن جګړه وروستي پړاو ته رسېدلې

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د بحرين پلازمېنې منامه کې ويلي، د يمن جګړه وروستي پړاو ته رسېدلې ده.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير د شيعه حوثي ياغيانو سره د يوه کېدونکي هوکړه ليک خبر هم ورکړی دی.

ده دغه خبرې په هغه غونډه کې وکړې چې هر کال د عربي هېوادونو د بهرنيو او دفاعي چارو مشران په کې برخه اخلي.

اټکل کېږي په دغه غونډه کې د سوريې، عراق او يمن د جګړې په اړه هم خبرې وشي.

همدارنګه د سعودی د بهرنيو چارو وزير وويل، هېواد يې هيله من دی چې ايران د "دښمنۍ سياست" پر ځای، ترلاسه کړي مالي امکانات د اقتصادي پرمختيا لپاره ولګوي.

د سعودي پر مشرۍ ايتلاف په تېرو څو مياشتو کې د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي پر پلوی پر حوثي ياغيانو هوايي بريدونه کول.

عربستان وايي ايران، يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو ملاتړ کوي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح سيسي هم په خپلو خبرو کې پر مذهبي تاوتريخوالي نيوکه وکړه.

ښاغلي سيسي وويل مذهبي اختلاف اچوونکې ډلې د ځينو عربي هېوادونو تر منځ د اړيکو د خرابولې باعث ګرځېدلي دي.

د مصر ولسمشر دغه ډلې د تاوتريخوالي اور ته پر لمن وهلو تورنې کړې او وايي له دې کبله غواړي خپل نفوذ زيات کړي.

ښاغلي سيسي د خپلو خبرو په بله برخه کې د سوريې لانجې پر حل هم ټينګار وکړ.