چین د برېتانیا پر اتومي بټیو پانګونه کوي

ټاکل شوې چې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ نن (چهارشنبه اکتوبر ۲۱) د برېتانیا د انرژۍ په اتومي بټیو کې د پانګونې تړون لاسلیک کړي.
دغه بټۍ چې ویل کېږي په تېرو څو لسیزو کې د خپلې بڼې لومړۍ هغه ده د برېتانیا په سومرسېټ کې ودانېږي او ښايي تر ۲۰۲۵م کال یې د ودانولو چارې بشپړې شي.
پر دغې اتومي بټۍ به چې موخه یې د انرژۍ تولید دی، چين ۳۰ سلنه پانګونه وکړي.
د دغې اتومي بټۍ ودانیزې چارې به د فرانسې د انرژۍ شرکت اي ډي اېف او د چین حکومتي شرکت سي جي اېن لخوا ترسره شي.
ولسمشر شي جېن پېنګ به برېتانیا ته د خپلې دورې په دویمه ورځ له لومړي وزیر ډیوېډ کامرون سره وګوري.
نوموړی به تر څلورو ورځو په برېتانیا کې وي او ټاکل شوې چې په دغه موده کې د دواړو هېوادونو تر منځ شاوخوا د ۵۰ مېلیارد ډالرو اقتصادي تړونونه لاسلیک شي.
د توپونو سلامي
د چین د ولسمشر شي جېن پېنګ ښه راغلاست ته د برېتانیا ملکه، مېړه یې او د برېتانیا لومړی وزیر ډیوېډ کامرون ورغلي وو.
نوموړي ته د توپونو سلامي وشوه او لیدو ته یې د حکومتي چارواکو تر څنګ سلګونه برېتانیا مېشتي چینایان هم ورغلي و.
ښاغلی شي جېن پېنګ د برېتانیا له ملکې سره یو ځای بکېنګهم ماڼۍ ته راغی او هلته یې غرمنۍ وکړه.

د عکس سرچینه، PA
د برېتانیا حکومت هیله لري چې د چین له ولسمشر سره به د هغه د څلور ورځنۍ دورې پر مهال د نژدې ۵۰ مېلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي.
د چین د ولسمشر اوسنی سفر په برېتانیا کې سیاسي او اقتصادي شنونکي د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله اقتصادي اړیکو په برخه کې اړین بولي.
د شي جېن پېنګ د سفر لومړۍ ورځ

د عکس سرچینه، PA
په لومړۍ ورځ نوموړی په وېسټمنېسټر کې د برېتانیا د پارلمان غړو ته وینا وکړه.
د برېتانیا له لومړي وزیر ډیوېډ کامرون سره یې رسمي خبرې اترې وکړې.
د مخالف کارګر ګوند له مشر جېرېمي کاربېن سره یې وکتل.
د برېتانیا حکومت له لوري یې په رسمي مېلمستیا کې ګډون وکړ.
لاریونونه
د ولسمشر شي جېن پېنګ د سفر سره مهاله نن سهار په مرکزي لندن کې د تبت د ازادۍ پلویانو او د بشري حقونو فعالانو لاریونونه وکړل.
پر برېتانیا فشار دی چې د شي جېن پېنګ د دورې پر مهال د بشري حقونو په برخه کې د چین حکومت د چلند خبره یاده شي، خو د ډاونېنګ سټريټ یوې ویاندې وویل چې په دې برخه کې خبرې اترې نه ردوي.
نوموړې وویل چې په نړیوال بازار کې د چین له لورې د اوسپنې د کمو بیو ټاکل به د خبرو اترو برخه وي.
ښاغلي شي جېن پېنګ د خپلې دورې په لومړۍ ورځ د برېتانیا د حکومت مخالف کارګر ګوند له مشر جېرېمي کاربېن سره هم وګوري.
د برېتانیا حکومت هیله لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې دننه چين د دوی دویم لوی اقتصادي ملګری شي.








