اسرائیلو لوېدیځه تراډه کې د حماس یو مشر نیولی

د عکس سرچینه، AFP
د اسرائیلو پوځ د لوېدیځې تراډې رام الله په لوېدځ بیتونیا کې د حماس ډلې یو مشر حسن یوسف نیولی دی. نوموړی د دوشنبې په شپه نیول شوی دی.
د اسرائیلي پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي ''پوځيانو او د شین بیت (کورني امنیت ځواکونو) تېره شپه د حماس ډلې یو شمر حسن یوسف د رام الله سوېل لوېدیځ بیتونیا کې ونیو''.
اسرائیلي چارواکو ښاغلی یوسف څو میاشتې وړاندې له یوه کال بند تېرولو وروسته خوشی کړ.
ویجاړي
بل خوا، اسرائیلي ځواکونو د سې شنبې په ورځ ګهیځ وختي د یوه فلسطیني پر کور برید کړی، او ګومان یې دا دی چې تېر کال یې د یوې فلسطینۍ پر کور برید کړی او هغه یې په چړو وژلې ده.
عیني شاهدانو ویلي، د ماهر الهشلمون کور پوځيانو ویجاړ کړ، خو تر څنګ یې د لسګونو نورو فلسطینیانو کورونه هم ویجاړ کړل، خو څوک پکې ونه وژل شول.
د اسرائیلو پوځي قضا په تېر مارچ کې پر هشلمون د عمري بند دوه ځلې حکم کړی و، پر هغه تور دی چې ګني د اسلامي جهاد حرکت خواخوږی او غړی دی، چې یوه فلسطینظ دالیا لیمکوس یې په لوېدیځ قدس کې وژلې ده.
په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون نن (سې شنبې) اسرائیلو ته ولاړ شي، او د فلسطین او اسرائیلو له چارواکو د روان تاوتریخوالي له منځه تلو لپاره وګوري.

د عکس سرچینه، epa
بي بي سي ته ویل شوي، ښاغلی مون به د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د چارشنبې په ورځ له فلسطیني مشر محمود عباس سره وګوري.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي د ښاغلي مون د سفر په اړه وویل هیله لري چې '' پر اسرائیلو فشار راوړي او د قانون له ماتولو او د فلسطینیانو له وژلو یې راوګرځوي''.








