پوتین منځنۍ اسیا ته د افغان ناامنیو له غځېدو وېره لري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، امکان لري په افغانستان کې د ناامنیو لمن په منځنۍ آسیا کې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته وغځېږي.
ښاغلي پوتین دا خبرې قزاقستان کې د خپلواکو همګټو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وکړې.
هغه وویل:
''د افغانستان وضعیت رښتیا هم کړکېچن کېدو ته نژدې شوی دی''.
نوموړي افغانستان کې د اورپکو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل:
''بېلابېلې ترهګرې ډلې د لا نور نفوذ په لټه کې دي او هدف یې چې د خپلو فعالیتونو پراخول دي، نه پټوي''.
د ښاغلي پوتین په وینا، د ترهګرو ډلو یو هدف دا دی چې منځنۍ آسیا ته لاره ومومي.
د روسیې ولسمشر د سرمشریزې له ګډونوالو مشرانو وغوښتل، چې په ګډو هڅو د افغانستان له پولو نه دغو هېوادونو ته د ''اسلامي دولت'' ډلې د جنګیالیو اوښتو مخه ونیسي.
ښاغلي پوتین دا هم وویل، چې د پخوانیو شوروي جمهوریتونو نژدې ۷ زره وګړي له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي او د دغې ډلې لپاره جګړه کوي.
د پخواني شوروي هېوادونو پرېکړه کړې، چې یو ګډ دفاعي مرکز جوړ کړي، چې د کړکېچ د پراخیدو په صورت کې یې مخنیوی وکولای شي.
وړمه ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما اعلان وکړ، چې له پنځو زرو ډېر امریکايي سرتېري به افغانستان کې پاتې شي.








