پاکستان شمالي وزیرستان کې ځمکني عملیات پیل کړي

د پاکستان پوځ وايي د شمالي وزیرستان شوال سیمه کې یې د اورپکو د ځپلو په موخه پوځي عملیات پیل کړي دي.
پوځ د تېر ۲۰۱۴ کال د جون پر ۱۵مه هم په شمالي وزیرستان کې د ''ضرب عضب'' په نامه پوځي عملیات پیل کړي وو.
پوځ ادعا کوي په تېرو عملیاتو کې یې ډېری سیمې د اورپکو له فعالیتونو پاکې شوې دي.
د پوځ ویاند عاصم باجوه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي ''په شوال کې ځمکني عملیات پیل شول، د پوځ مشر د عملیاتو څارنه او لارښوونه کوي.''
ددغو پوځي عملیاتو پرمهال له هوايي او ځمکني ځواکونو هم ګټه اخیستل کېږي.

بل خوا، د پاکستان ملي رادیو د پوځ د مطبوعاتي برخې په حواله ویلي، په شوال کې هوايي بریدونو لږترلږه ۱۸ سخت دریځي وژلي، خو د شمالي وزیرستان په غلميي سیمه کې بریدونو ۲۸ سخت دریځي وسله وال وژلي دي.
تېره میاشت، د پاکستان د پوځ ویاند بي بي سي ته ویلي وو، د شمالي وزیرستان شوال سیمې په غرنیو برخو کې د پوځي عملیاتو لومړی پړاو بشپړ شوی دی.
د ''ضرب عضب'' په نامه عملیاتو ټیک یو کال دوام وکړ، چې د پوځ په وینا لږترلږه ۲۷۶۳ سخت دریځي پکې ووژل شول، خو د پوځ په لیکو کې بیا ۳۴۷ افسران پکې ووژل شول.
د سیاسي چارو کارپوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وايي، د شمالي وزیرستان شوال اوږده دره کې چې له افغانستان سره غرنۍ ګډه پوله لري، د پوځ عملیاتو ته د بریالیتوب ډېرې هیلې نه شته.
له بي بي سي سره ښاغلي یوسفزي وویل، څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول، چې شمالي وزیرستان کې پوځ ځینې مهمې سیمې نیولې دي.
نوموړی وايي، په اټک کې د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزیر د وژنې او د ایم کیو ایم پر یوه مهم مشر له وژونکو بریدونو وروسته پاکستان د تل په څېر د غچ اخیستو لپاره پوځي عملیات پیلوي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان ترمنځ د پوځ او سخت دریځو ترمنځ نښته شوې، چې یو پوځي پکې او درې اورپکي پکې وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service








