سامسنګ دوه نوي ځیرک ټیلیفونونه وړاندې کوي

د سویلي کوریا تکنالوژي شرکت سامسنګ د دوو نويو ځېرکو ټیلیفونونو اس شپږ ایج او ګالکسي نوټ پنځه وړاندې کولو اعلان کړی دی.
دواړه ټیلیفونونه پنځه اعشاریه اووه انچه اوږده سکرینونه لري، چې د پخواني ماډل پرتله اعشاریه شپږ انچه اوږده دي.
د نویو ټلیفونونو څنډې فلزي دي، خو شاتنۍ برخه یې له ښیښې جوړه ده. دغه موبایلونه داسې مهال وړاندې کېږي، چې سامسنګ له تېرو دریو ربعو راهیسې پرلپسې د ګټې لږوالي سره مخامخ دی.
ماهرین وايي چین کې د لوی سکرین موبایل له تولید او دغه راز د ای فون لوی سکرین لرونکي ټیلیفون له بازار ته وړاندې کېدو وروسته بازار کې سامسنګ ته لیوالتیا لږ شوې ده. خو دې سره هم د ځیرکو موبایلونو بازار کې تر ټولو ډېره ونډه سامسنګ لري.
کمپنۍ د نویو موبایلونو وړاندې کولو اعلان د امریکا متحدو ایالتونو نیویارک ښار په یوه خبرې غونډه کې وکړ.
د کمپنۍ چارواکو په خبره د اګست له شلمې نېټې به سویلي کوریا کې د سمارټ والټ خدمتونه سام سنګ پې هم پیل کړي.
دې سره د ټیلیفون له لارې د بلونو لنډولو لپاره پېسې لېږلې کېږي.
امریکا کې به د یاد شرکت مشتریان وکولای شي د سپتامبر له ۲۸ نېټې دغه خدمتونه تر لاسه کړي.
خو برتانیا او اسپانیا کې د یاد خدمت پیل نېټې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د سامسنګ مسوولین وايي دوی دم ګړۍ په اروپا کې پلور ته د نوټ ۵ وړاندې کولو هوډ نه لري.
د شرکت په خبره دا یوه بشپړه کاروباري پرېکړه ده.








