سوریې دریو ښارونو کې اته څلوېښت ساعته اوربند شوی

دغه اوربند کې د ادلیب ایالت دوه کلي فوا او کفریان هم شامل دي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، دغه اوربند کې د ادلیب ایالت دوه کلي فوا او کفریان هم شامل دي

د بشري حقونو فعالان وايي د سوریې دریو ښارونو کې د حکومت پلوه ځواکونو او یاغیانو تر منځ پر یوه ۴۸ ساعته اوربند هوکړه شوې.

د حزب الله ټلویزیون المنار په رپوټ کې ویل شوي دي، چې اوربند د لبنان پولې ته څېرمه د زباداني ښارګوټي کې، چې د یاغیانو ولکې کې دی او د حکومت تر کنترول لاندې فوا او کفریان سیمو کې شوی دی.

رپوټونو کې ویل شوي چې هوکړه د النصره جبهې او حزب الله تر منځ شوی، چې مرکز یې لبنان کې دی.

حزب الله د سوریې ولسمشر بشار الاسد پلویان دي. د چهارشنبې په ورځ المنار ټلویزیون وویل: ' نن ګهیځ ۶ بجې په زباداني سیمه کې د پوځي عملیاتو مخنیوي په موخه د اته څلوېښتو ساعتونو لپاره یو اوربند شوی دی.'

دغه اوربند کې د ادلیب ولایت دوه کلي فوا او کفریان هم شامل دي. په ځايي توګه کله نا کله د اوربند لپاره د دې لپاره منځکړیتوب کېږي، چې محاصره شویو سیمو ته خواړه او دارو درمل ورسیږي.

هوکړه د النصره جبهې او حزب الله تر منځ شوې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، هوکړه د النصره جبهې او حزب الله تر منځ شوې

په سوریې کې د بشري حقونو څارونکي ډله وايي له زباداني سیمې د ټولو وسله والو یاغیانو وتلو او دغه راز د فوا او کفریان سیمو محاصرې پای ته رسولو او مرستو لپاره خبرې هم شوې دي.

ویل کېږي، چې د النصره جبهې متحدینو احرار الشام ډلې د یاغي وسله والو په استازیتوب خبرو کې برخه درلوده.

له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو، چې یاغیان د شمال لویدیځې سیمې څنډو ته رسېدلي، چې د ولسمشر بشارالاسد علوي قبیلې استوګنې سیمه ده. بل لور ته یوې پوځي سرچینې ویلي چې حکومتي ځواکونو په سهل الغاب سیمې کې پرمختګ کړی دی.

تېره میاشت د سوریې ولسمشر بشار الاسد ویلي و، چې حکومتي ځواکونه د سرتېرو له لږوالي سره مخامخ دي او وايي دوی له همدې کبله ځینې سیمې پرېږدي.

د بشارالاسد پر ضد ۲۰۱۱ کال کې پاڅون پیل شو، چې تر اوسه یې پایله کې تر دوه سوه دېرش زره ډېر کسان وژل شوي دي او نژدې ۱۱ اعشاریه پنځه میلیونه کسان چې د دغه هېواد د نفوس نیمه برخه کېږي، له خپل کور کلي تېښتې ته اړ شوي دي.