مدیترانې سمندر کې د بیړۍ د ډوبیدو له کبله ۲۵ کډوال وژل شوي

د ایټالیا سمندري ځواکونه وايي، چې تر دې دمه یې د ۲۵ کسانو مړي له اوبو را ایستلي خو د نادرکه شویو کسانو کره شمېره نه ده معلومه

د عکس سرچینه، b

د عکس تشریح، د ایټالیا سمندري ځواکونه وايي، چې تر دې دمه یې د ۲۵ کسانو مړي له اوبو را ایستلي خو د نادرکه شویو کسانو کره شمېره نه ده معلومه

د مدیترانې سمندر کې د ناقانونه کډوالو بیړۍ ډوبه شوې چې له کبله یې ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د ژغورنې عملیات روان دي او ویل کېږي چې د لیبیا له ساحله په روانه شوې دغې بیړۍ کې ۶۰۰ کسان سپاره وو.

چارواکي وايي، چې سمندر کې د سلګونو کسانو د ډوبېدو ویره شته، خو د ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې د ۴۰۰ کسان د ژغورلو پخلی کړی.

د ایټالیا سمندري ځواکونه وايي، چې تر دې دمه یې د ۲۵ کسانو مړي له اوبو را ایستلي خو د نادرکه شویو کسانو کره شمېره نه ده معلومه.

تر دې دمه په ۲۰۱۵ کال کې په ناقانونه ډول اروپا ته اوښتونکو کسانو څخه شاوخوا۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ (اګست ۵) د لیبیا له ساحل څخه ۲۵ کیلیومتره لرې د کب نیولو لپاره کارېدونکې دا بیړۍ د سمندر له څپو سره مخامخ شوه او ډوبه شوه.

د دوی د ژغورنې لپاره درې نورې چورلکې او درې مرستندویې بیړۍ هم د پېښې ځای ته په رسېدو وې، ویل کیږي د بیړۍ په یوه خوا کې د کډوالو را ټولیدلو له امله بیړۍ په بل مخ اوښتېده .

د روان کال په اپریل میاشت کې د لیبیا له ساحل نه د روان شويو ناقانونه کډوالو بیړۍ د ډوبېدو له کبله ۸۰۰ کسان په سمندر کې ډوب شول

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د روان کال په اپریل میاشت کې د لیبیا له ساحل نه د روان شويو ناقانونه کډوالو بیړۍ د ډوبېدو له کبله ۸۰۰ کسان په سمندر کې ډوب شول

د ایټالیا سمندري ځواکونه وايي، چې د ژغورنې عملیات د شپې تر ناوخته دوام درلود او ژغورل شویو کسانو ورته ویلي، چې په بیړۍ کې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ کسان سپاره وو.

د روان کال په اپریل میاشت کې د لیبیا له ساحل نه د روان شويو ناقانونه کډوالو بیړۍ د ډوبېدو له کبله ۸۰۰ کسان په سمندر کې ډوب شول.

چې ملګرو ملتونو په سمندر کې دا تر ټولو خونړۍ پېښه بللې وه.