دوه زره کډوالو د یورو تونل له لارې بریتانیې ته د اوښتو هڅه کړې

تونل ته نږدې سیمه (کلې) کې د افغانستان او سوډان په څېر هېوادونو کډوالو پنډغالي جوړ کړي او وخت نا وخت له هماغه ځای بریتانیې ته د اوختو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، تونل ته نږدې سیمه (کلې) کې د افغانستان او سوډان په څېر هېوادونو کډوالو پنډغالي جوړ کړي او وخت نا وخت له هماغه ځای بریتانیې ته د اوختو هڅه کوي.

د فرانسې او بریتانیې پر پوله د یورو تونل مسولین وايي، دوه زره کډوالو هڅه کړې وه چې د دغه تونل له لارې له فرانسې ځانونه د بریتانیې خاورې ته ورسوي.

د یورو تونل چارواکي وايي دا یوه بې سارې پېښه وه، کډوالو هڅه کړې وه چې د بریتانیې په لور روان اورګاډي کې ځانونه پټ کړي.

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیرې تېرېسا مې په لندن کې له خپل فرانسوي سیال سره له غونډې وروسته وویل، داوړو هېوادونو پرېکړه کړې چې له دغه ستونزې سره د مبارزې لپاره ګډه همکاري لا زیاته کړي.

نوموړې وویل:

"موږ موافقه وکړه چې د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره به په ګډه کار کوو، په ځانګړې ډول لوېدیځې افریقا ته، چې خلک وویني، له دې لارې ځانونه اروپا ته نه شي رسولی".

"د فرانسې حکومت سیمه کې لا له وړاندې اضافي سرچینې او پولیس په کار اچولي او د بریتانیې حکومت به نږدې ۱۱ میلیون ډالره نورې پیسې ولګوي چې د یورو تونل د اورګاډو خوندیتوب ډاډمن کړي".

د دغه تونل د ادارې یوه ویاند وویل، پېښه کې ګڼ کسان ټپیان شوي خو په دې اړه یې نور جزیات ور نه کړل.

ویاند زیاته کړه، کډوالو د نیمې شپې او سهار شپږو بجو په منځ کې هڅه کړې وه د تونل له لارې بریتانیې ته واوړي.

ده وویل دا په تېر یو نیم میاشت کې د کډوالو تر ټولو ستره ډله وه چې غوښتل یې ځانونه بریتانیې ته ورسوي.

د تونل له لارې د کډوالو د تګ راتګ مسله په وروستیو څو میاشتو کې جدي شوې ده.

تونل ته نږدې سیمه (کلې) کې د افغانستان او سوډان په څېر هېوادونو کډوالو پنډغالي جوړ کړي او وخت نا وخت له هماغه ځای بریتانیې ته د اوښتو هڅه کوي.