سعودي له "اسلامي دولت" سره د تړاو په تور سلګونه کسان نیولي

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي، امنیتي چارواکو د یولړ ځانمرګو بریدونو مخه نیولې او له "اسلامي دولت" سره یې د تړاو لرلو په تور سلګونه مشکوک کسان نیولي دي.
یاد وزارت وايي، په نیول شویو کې ځینې داسې کسان هم شته چې بهر کې یې د سعودي د ننه د توکمیزو فتنو پیلولو په موخه دسیسې جوړې کړې وې او غوښتل یې په هېواد کې اړدوړ ډېر شي.
سرچینه وايي، دغو کسانو غوښتل پر ځینو جوماتونو، شخصیتونو او د سعودي پر ځینو دیپلوماتانو ځانمرګي بریدونه وکړي.
په ویناپاڼه کې راغلي، د سعودي امنیتيخواکونو ۴۳۱ کسان نیولي چې مصریانو د سوریې، اردن، یمن، الجزایر، نایجریا او چاد وګړي هم پکې دي، چې ټولو په منځني ختيځکې له ټولو ډېرې سخت دریځې "اسلامي دولت" ډلې سره تړاو درلود.
د سعودي د استخباراتو ویاند ویلي "په راتلونکو څو اونیو کې به هم وتوانېږو چې د اسلامپالې ترهګرې ډلې اړوند شبکې یوه کړۍ له منځه یوسو."
سعودي چارواکي وايي، په نیول شویو کې داسې کسان شته چې له "اسلامي دولت" یې امر اخیستی او په چاودېدونکو توکو کې یې د کارولو لپاره وسلې او کیمیاوي سره اړوندو کسانو ته رسولي دي.
"اسلامي دولت" په تېره مې میاشت کې د سعودي د ننه د شیعه ګانو پر دوو جوماتونو د خونړیو بریدونو پړه ومنله چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي د امنیت ویاند وایي په ۴۳۱ نیول شویو کې یې ډېری سعودیان دي، خو یوشمېر بهرنیان هم پکې دي.








