شمالي کوریا د کیشپو د روزنې مشر ''اعدام'' کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د سوېلي کوریا خبري رسنۍ وايي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له دې کبله د کیشپو د روزنې او کروندې د مشر د اعدام امر کړی، چې ګني پخپله دنده کې یې ناغیړي کړې ده.
پر تورن سړي د ناسمې ادارې تور هم لګول شوی.
په جنوبي کوریا کې د بي بي سي خبریال سټیفن ایوانز وايي ''د د شمالي کوریا مشر کروندې ته ورغلی او له دې کبله یې غوسه راپارېدلې ده، چې ګني د کروندې مشر یې په پالنه او اداره کولو کې ناغیړي کړې ده.
د ''نن شمالي کوریا'' په نوم وېبپاڼه کې، چې له جنوبي کوریا چلول کېږي لیکل شوي، ولسمشر کیم جونګ اون د یاد سړي د اعدام امر کړی.

د عکس سرچینه، Reuters
په شمالي کوریا کې خبري رسنیو ویلي ''مشر په کرونده ډېرې ټینګې نیوکې وکړې او مشر یې په وړتیا نه لرلو او مسؤولیت نه سرته رسولو تورن کړ''.

د عکس سرچینه، AFP
د ''نن شمالي کوریا'' وېبپاڼه لیکي، په کرونده کې ګډوډي د ځینو برخو د وچېدو لامل شوې ده، خو لومړی مسؤول حکومت دی، نه د کروندې مشر.
له شمالي کوریا نه د دا ډول خبرونو تاییدېدل ګران کار دی.

د عکس سرچینه، AFP
د روان کال د مې پر ۱۳مه، د جنوبي کوریا څارګرې ادارې پارلمان ته پخپل راپور کې ویلي، چې د شمالي کوریا دفاع وزیر هیون یونګ چول <link type="page"><caption> اعدام</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2015/05/150513_hh-northkorea_defence_minister_executed" platform="highweb"/></link> شوی دی.
ویل کېږي ښاغلی هیون د تېر اپرېل پر ۳۰ د هېواد مشر ته د نه درناوي په تور اعدام شوی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
ښاغلی هیون په ۲۰۱۲ کال دفاع وزیر شو.
او د تېر اپرېل پر ۱۵مه، د جنوبي کوریا استخباراتي کړۍ وايي سږ کال د شمالي کوریا مشر کېم جانګ- اُن د پنځلسو کسانو د <link type="page"><caption> اعدام امر</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2015/04/150429_ps-north-korea-executed-15" platform="highweb"/></link> ورکړی دی چې په دوی کې لوړپوړي چارواکي هم ول.









