هند او بنګله دېش به د ځمکې بدلولو تړون لاسليک کړي

د عکس سرچینه، focus bangla
بنګله دېش او هند به د خپلې پولې د کړکېچ د حل کولو لپاره ډېر ژر د ځمکې د بدلولو يو تاريخي تړون لاسليک کړي.
د هند لومړی وزير نريندرا مودي به له خپلې سيالې شېخ حسينه سره په ډاکه کې دا تړون لاسليک کړي.
په زرګونو بنګله دېشيان د هند په ۵۰ کليو او بانډو کې اوسېږي او ګڼ شمېر هنديان د بنګله دېش په ۱۰۰ کليو او بانډو کې ژوند کوي.
دواړه هېوادونه به خپلې ځمکې له يو بله سره بدلې کړي او د سيمې اوسېدونکې به حق ولري چې په هر هېواد کې اوسېدل غواړي ژوند وکړي.
د بنګله دېش د بهرنيو چارو وزير ابو الحسن محمود دغه تړون د دواړو ګاونډيو هېوادونو د اړيکو لپاره يو "تاريخي پړاو وباله".
د هند د بهرنيو چارو وزارت د ښاغلي نرېندرا مودي واک ته له رسېدو وروسته بنګله دېش ته دا تر ټولو مهم سفر بولي.
اوس مهال له ۵۰۰۰۰ زيات کسان د يوه هېواد په بل هېواد کې ژوند کوي. دا تړون به دوی ته د اوسېدو ځای د ټاکلو حق ورکړی.
دا سيمې د بنګله دېش او هند تر منځ پر ۴۰۰۰ کيلومتره اوږده پوله پرتې دي او زياتره وخت د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتريخوالی سبب کېږي.
د بنګله دېش د بهرنيو چارو وزير ابو الحسن محمود علي وايي د دې تړون سربېره به د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارت، پرپوله د امنيت او د انساني قاچاق درولو په اړه تړونونه لاسليک شي.

د عکس سرچینه، Reuters








