د کښتۍ ډوبېدو له کبله د سلګونو کډوالو د مرګ وېره

د عکس سرچینه، AFP

د ايټاليا سمندري ځواکونه وايي يوه کښتۍ چې ۷۰۰ کډوال يې لېږدول د مديتراني په سمندر کې ډوبه شوې.

د ورکو شويو کسانو د ژغورنې عمليات پيل شوي او ويل کېږي تر اوسه ۲۸ کسان ژغورل شوي دي.

راپورونه وايي دا کښتۍ د شپې مهال چې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کډوال يې لېږدول ډوبه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګه وايي دا په مديترانې سمندر کې تر ټولو لويه پېښه ده.

څو ورځې وړاندې د ليبيا په شمال کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله ۴۰۰ کسان لا درکه شوي وو.

د مالټا لومړی وزير جوزف موسکت وايي "کېدای شي له دغو کسان ډېری مړه شوي وي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې وياند کرلوټا سمي وايي "اوس مهال داسې ښکاري چې دا يوه لويه غميزه ده"

د ژغورنې په دې عملياتو کې د ايټاليا بېړۍ او د مالټا سمندري ځواکونه برخه لري.

ويل کېږي په دې عملياتو کې ۲۰ کښتۍ او درۍ هليکوپټر شامل دي.

يوه ژورنالست بي بي سي ته ویلي "دا ډول پېښې نوې نه دي" دی وايي "موږ دا ډول پېښې ډېرې ليدلې چې کښتۍ د ژغورنې په وخت کې چپه شوې وي"

ده زياته کړه د تجارت په کښتيو کې دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي ځکه چې دا بېړۍ د پېښو سره د مبارزې لپاره وسايل نه لري.

د ايټاليا د بحري ځواکونو وياند وايي "دا عمليات د لټون او ژغورنې لپاره دي خو په نژدې وخت کې به دا يوازې د مړو د جسدونه لټون وي".

د نوي کال له پيل راهيسې ۹۰۰ کسان د مديتراني سمندر څخه په تېرېدو مړه شوي او په تېرو دوو اونيو کې د ايټاليا بحري ځواکونو ۱۰۰۰۰ کډوال ژغورلي دي.

تېر کال ۱۷۰۰۰۰ کسان له بېوزلۍ او جګړې په تېښته له افريقا او منځني ختيځ اټياليا په خطرناکو لارو اوښتي دي.