نایجریا کې پر ۲۰۰ تښتول شویو نجونو یو کال تېر شو

د عکس سرچینه، EPA
نایجریا کې د ۲۰۰ زده کوونکو نجونو له تښتولو پوره یو کاله تېر شو، خو ځینو مېرمنو بي بي سي ته ویلي، چې درې اونۍ مخکې يې د دغو نجونو څه باندې ۵۰ کسه ليدلې وې.
یوې مېرمنې ویلي، تښتول شوې نجونې یې د نایجریا په شمال ختیځ ښار ګووزا کې ولېدلې.
سختدریځې بوکوحرام ډلې پوره یو کال مخکې د نایجریا بورنو ایالت له چیبوک ښار څخه ۲۱۹ نجونې وتښتولې، چې د نړۍ په کچه یې پراخ غبرګونونه راوپارول.
د نجونو له تښتول کېدو یوه میاشت وروسته د بوکوحرام ډلې مشر ابوبکر شیکاوه په یوه ویډیو کې ویلي و، چې تښتول شویو زده کوونکو نجونو اسلام دین منلی او ودونه یې کړي.
د بوکوحرام ډلې دغه وینا هغه ګنکوسې پخوي، چې ویل کېدل دغې ډلې تښتول شوې نجونې د جنسي غلامونو په ډول له ځان سره ساتلې.
نن سه شنبې (اپریل ۱۴) د نجونو له تښتولو څخه د پوره یو کال په بشپړیدو سره د نایجریا په ګډون د نړۍ په نورو ځایونو کې هم په دې تړاو ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیول شوي.
سه شنبه د بشري حقونو نړیوال سازمان وویل، د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې تر دې دمه په نړۍ کې ۲۰۰۰ نجونې او مېرمنې تښتول شوې او له دوی نه د جنسي غلامانو او جنګیالیو په توګه کار اخیستل کېږي.
د سولې نړیوالې جايزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له نایجریا حکومت او ملګرو ملتونو نه د یوه لیک په ترڅ کې غوښتي، چې د نجونو د ازادولو لپاره ګړندۍ هڅې وکړي او تر دې دمه يې د دوی پر ناکامو هڅو نیوکه وکړه.








