"بوکو حرام" د نایجریا شمال کې ۵۰۰ ماشومان تښتولي

د عکس سرچینه، .
د نایجریا د شمالي "داماساک " ښار – چې اوس د "بوکو حرام" اورپکې ډلې له منګولو وتلی دی، یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي "دغې ډلې له ښار نه ۵۰۰ ماشومان تښتولي دي چې عمرونه یې د ۱۱ کلونو په شاوخوا کې دي".
د یاد ښار یوه سوداګر مالام علي رویټرز ته ویلي "بوکو حرام ډلې له ښاره د وتلو پرمهال دغه ماشومان ورسره بېولي دي".
د نایجریا او چاد ځواکونو روانه میاشت د نایجریا په شمال کې دغه ښار (داماساک) له بوکو حرام ډلې بېرته ازاد کړ.
تر اوسه په رسمي توګه ددغو ماشومانو د تښتولو خبر نه دی تایید شوی، خو ویل کېږي، چې عمرونه یې د ۱۱ کلونو شاوخوا کې دي، خو وړاندې "بوکو حرام" اورپکې ډلې په ورته پېښو کې سلګونه نجونې تښتولې دي.
په تېر اپرېل میاشت کې هم "بوکو حرام" ډلې نژدې ۲۰۰ زده کوونکې وتښتولې، چې د نړیوالو غوسه یې راوپاروله.
"بوکو حرام" اورپکې ډله هڅه کوي چې د نایجریا په شمال کې "اسلامي دولت" جوړ کړي، خو تېره میاشت په هېواد کې د ټاکنو لپاره ټاکل شوې موده په هېواد کې د ناامنیو له کبله وځنډېده.
د نایجریا شمالي بورنو ولایت یوه سناتور مېنا ماجي لاوان بي بي سي ته وویل، د نایجریا په داماسک کې سلګونه ماشومان تري تم شوي دي:

د عکس سرچینه، .
"دوی ډېر کوچنیان وو، چې د ښوونځي زده کوونکي وو.. او نارینه یې د ۱۶ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي".
ددغې ډلې مشر ابو بکر شیکاو ویلي، تښتول شوې نجونې به واده کړي.
داماساک د بورنو ولایت یو سوداګریز ښار دی، چې له نیجر سره ګډه پوله لري، او له لوی ښار میدوګوري نه نژدې ۲۰۰ کیلومتره (۱۲۰ میله) واټن لري.
دغه ښار د تېر کال په وروستیو کې د "بوکو حرام" ډلې له خوا ونیول شو.

د عکس سرچینه، AFP
د روانې میاشتې لومړیو کې، "بوکو حرام" ډلې په منځني ختيځ کې له "اسلامي دولت" (داعش) ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی و.
دغه ډله د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده، خو اوس یې لیبیا کې هم فعالیتونه پراخه کړي دي.

د عکس سرچینه، none








