چاد او نیجر د ''بوکو حرام'' پرضد عملیات پیل کړي

د چاد او نیجر پوځي سرچینو ویلي، د ''بوکو حرام'' اورپکې ډلې پر عملیاتو لپاره د نایجریا خاورې ته داخل شوي دي.
دوی د دوشنبې په ګهیځ له نیجر نه لومړي بریدونه پر ''بوکو حرام'' ډلې وکړل، چې لاهم دوام لري.
د نیجر پوځي سرچینې وايي، ددواړو هېوادونو ځواکون د نایجریا په شمال ختیځ بورنو ولایت کې د ''بوکو حرام'' پرضد بریدونه پیل کړي دي.
د نیجر حکومت یوې سرچینې فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، لومړی برید په بوسو سیمه کې وشو.
بوسو ته څېرمه د نیجر دیفا ښار کې یوې رادیو ویلي، د ټانکونو، پوځي او امبولانسونو او لاریو په ګډون هلته د عملیاتو لپاره تر ۲۰۰ ډېرې عرادې بېول شوې دي.
په دې کتارونو کې د اوبو ټانکر هم لیدل شوي، چې د نایجریا پر لور غوځېدلي دي.
رادیو وايي، پوځي چورلکو هم د تېرې شنبې او یکشنبې په ورځو د بوکو حرام پر ځینو مرکزونو بریدونه کړي.
د تېرې جمعې په ورځ د افریقايي هېوادونو ټولنې یو داسې پلان جوړ کړ، چې له مخې یې د بوکو حرام اورپکې ډلې پرضد ۱۰ زره کسیزه سیمه ییزه قوه جوړه کړي.
ددغې قوې د قوماندې مرکز به د چاد پلازمېنه انجامینا کې ویلي، خو دنده به یې د بوکو حرام او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخنیوی او د هغوی له منځه وړل وي.
دیپلوماتان وايي، چاد، نایجریا، کامیرون، نیجر او بینین هېوادونو هم د بوکو حرام پرضد د یوه ځواک جوړولو لپاره د سمندري ځواک خوځېدو اعلان کړی دی.
بیعت
بل خوا، د نایجریا حکومت ویلي، له ''اسلامي دولت'' سره د بوکو حرام بیعت کول د سخت دریځې اسلامپالې ډلې د فشار له کبله دي.
د نایجریا یوه حکومتي چارواکي بي بي سي ته ویلي، دغې ډلې ته سخت زیان اوښتی، ځکه چې پوځ له سیمه ییزو ځواکونو سره سخت بریدونه پرې وکړل.
د بوکو حرام مشر ابو بکر شیکاو درې ورځې وړاندې له ''اسلامي دولت'' سره د بیعت اعلان وکړ.








