پاپ د عثماني خلافت په وخت کې د ارمنيايانو وژل "ټول وژنه" ګڼلې

د عکس سرچینه، AP
د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسېس د عثماني خلافت په وخت کې د ترکانو په لاس د ارمنيايانو وژل "ټول وژنه" وګڼله
ده دا خبرې په واتيکان کې د دې پېښې د سلمې کليزې په غونډه کې وکړې.
ارمنستان وايي په ۱۹۱۵ ميلادي کال کې د عثماني خلافت د بېلېدو په وخت کې د عثمانيانو له خوا نژدې يو نيم ميليون ارمنيايان وژل شوي.
ترکيه د وژل شويو وګړو شمېر کم بولي او وايي دا د جنګ په وخت کې وژل شوي.
ويل کېږي د پاپ دا وينا به ترکان په غوسه کړي ځکه ترکان دا نسل وژنه نه بولي.
د ارمنستان ولسمشر سرژ ساکيزيان هم دې غونډې ته ورغلی و.
په ۲۰۱۴ کال کې د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان د وژل شويو کسانو له لمسيانو سره خواخوږي ښکاره کړه او زياته يې کړه د ارمنستان لپاره نه ښايي دا پېښه د "سياسي لانجې" لپاره استعمال کړي.
ځينې هېوادونه لکه ارجنټاين، بېلجيم، کاناډا، فرانسه، ايټاليا او روسیه دا نسل وژنه ګڼي.
ترکيه وايي دا وګړي د دوهم نړيوال جنګ په دوران کې وژل شوي او ترکانو هم زيان ليدلی.








