م.م دمشق کې د یرموک پنډغالي ته د لاسرسي غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنه کړې چې د بشري مرستو رسولو لپاره دې دوی ته د دمشق یرموک کې د فلسطیني کډوالو کمپ ته د ورتلو اجازه ورکړل شي.
د دغه سازمان یوه چارواکي په یرموک کې د ۱۸۰۰۰ کډوالو حالت "له غیرانساني هم خراب" ګڼلی دی.
په دغه پنډغالي کې د اپریل له لومړۍ نېټې وروسته هغه مهال حالت په خرابېدو شو چې اسلامي دولت نومې ډلې پر سیمه برید وکړ.
د سوري حکومت مخالفه فلسطیني ملېشه او د سوري پوځ یو شمېر خپلواکه جنګیالي د اسلامي دولت په نامه ډلې اورپکو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.
"جګړه باید پای ته ورسېږي"
د ۱۵ کسیزې امنیت شورا مشره، د اردن سفیره دینا قعوار د "ولسي وګړو د خوندیتوب...او د بشري او ژوند ژغورونکو مرستو" غږ کړی دی.
د فلسطیني اونرا مرستندویه ادارې غړي پیري کرهنبول دغه شورا ته په خپل یوه رپوټ کې وویل، حالت "تر بل هر وخت ډېر خراب دی".

د عکس سرچینه، BBC World Service
ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو سفیر ریاض منصور وویل د کډوالو ژغورل د دوی د حکومت مهم لومړیتوب دی.
نوموړي له غړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې کډوال سوریه کې بل ځای ته یا بهر ولېږدوي.
د یرموک ستراتېژیک موقعیت ته په پام سره، سوري حکومت تل وېره لرلې چې ښايي یاغیان له دغې سیمې د هېواد پر پلازمېنه برید وکړي.
ځینې راپورونه وايي چې ښايي اسلامي دولت نومې ډلې د سیمې تر ۹۰ سلنه برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې وي نو اوس دوی د بل هر وخت په پرتله د دمشق مرکز ته نږدې شوې دي.
راپورونه وايي حکومتي چورلکو پر یرموک بېرلي بمونه غورځولي دي، که څه هم یاغي ډلې پر حکومت تور لګوي چې د اسلامي دولت ډلې نفوذ ته یې لار هواره کړې چې وکولی شي ټول یاغي غورځنګ ترهګر وبولي.
دا د سوریې د خونړۍ جګړې پنځم کال دی چې تر اوسه یې د څه دپاسه ۲۰۰ زره سوري وګړو ژوند اخیستی دی.








