د لوېدلې جرمنۍ الوتکې د مسافرو د مړو موندل بیا پیل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د فرانسې الپ غرونو کې د جرمنوېنګز هوايي شرکت لوېدلې الوتکې تور بکس موندل شوی دی.
فرانسوي چارواکو ویلي، الوتکې له لوېدو مخکې هېڅ کوم پیغام نه دی ورکړی. اټکل دی، چې د الوتکې ټوله ۱۵۰ سپرلۍ به وژل شوې وي.
دغه الوتکه له بارسلونا ښاره د جرمني ډسلدورف ښار ته روانه وه، چې د فرانسې الپ غرونو کې ولوېده.
په مسافرو کې ۱۶ هغه جرمني زده کوونکي دي، چې له یوه سفر نه د ستنېدو په حال کې وو.
د فرانسې د هوايي چلند چارواکو او پولیسو ویلي چې یوه ایربس ای۳۲۰ الوتکه د فرانسې په الپ غرونو کې لوېدلې ده.
الوتکه د جرمني د لوفتانسا هوایي شرکت پورې تړلې د جرمنوېنګز هوايي شرکت ده.
د راپورونو پر بنسټ الوتکه له ۱۴۲ سپرلیو او شپږو کارکونکو سره د بارسلونا له ښاره د جرمني ډسلډورف ښار پر لور روانه وه.
د جرمنوېنګز شرکت ویلي دوی د پېښې راپور لاسته راوړی خو دمګړۍ یې تایدولی نه شي.
د فرانسې د هوايي چلند چارواکو او پولیسو ویلي چې یوه ایربس ای۳۲۰ الوتکه د فرانسې په الپ غرونو کې لوېدلې ده.
الوتکه د جرمني د لوفتانسا هوایي شرکت پورې تړلې د جرمنوېنګز هوايي شرکت ده.
د راپورونو پر بنسټ الوتکه له ۱۴۲ سپرلیو او شپږو کارکونکو سره د بارسلونا له ښاره د جرمني ډسلډورف ښار پر لور روانه وه.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي: "د پېښې حالت چې لا یې بشپړ جزیات نه لرو، څرګندوي چې ښايي ټول مساپر وژل شوي وي".
ښاغلي اولاند وویل دغه پېښه یوه غمیزه ده او له قربانیانو سره یې د یووالي غږ وکړ. ده زیاته یې کړه چې د پېښې سیمې ته لاسرسی ډېر
ګران دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
نوموړي وویل په دې اړه به ژر د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل سره هم خبرې وکړي.
یوه سیمه اییز چارواکي اېرېک سیوټي ویلي پلټونکي او ژغورنکي د پېښې سیمې ته روان شوي دي.
د فرانسې لومړي وزیر منویل والز وویل هغه د کورنیو چارو وزیر برنارډ کزینوف او د وزارت د ناورین د څانګې یو ډله سیمې ته لېږلې چې د ژغورنې چارې همغږې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د شاوخوا ۲۰۰۰ مترو په لوړوالي د الوتکې ټوټې لیدل شوې دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د جرمنوېنګز شرکت ویلي دوی د پېښې راپور لاسته راوړی خو دمګړۍ یې تایدولی نه شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند پېري-هینري برندېت د (بي ایف ایم) تلویزون ته وویل چې د لرې والي له کبله به د لټون او ژغورنې چارې "خورا ډېر وخت ونیسي او خوار ګرانې به وي".
د لوفتانسا هوايي شرکت اجرایوي مشر کارسټن سفور په یوه ټویټ کې ویلي:
"موږ لا تر اوسه په دقیق ډول نه پوهېږو چې پېښه څنګه رامنځ ته شوه. زه د قربانیانو له کورنیو او ملګرو سره ژوره خواخوږي څرګندوم".
"که زموږ وېره رښتیا شي نو دا د لوفتانسا هوايي شرکت لپاره یوه تیاره ورځ ده. موږ هیلمن یو چې ژوندي پاتې شوي کسان به پیدا کړو".

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








