د بنګله دېش جماعت اسلامي مخکښ اظهر اسلام ته د مرګ سزا واورول شوه

د عکس سرچینه، bbc
د بنګله ديش د جنګي جرمونو محکمې د جماعت اسلامي مشر ته چې په ۱۹۷۱ کې د پاکستان پر وړاندې د ازادۍ په جنګ پر مهال په جرمونو کې ښکېل و د مرګ سزا واوروله.
د څارنوالانو په وينا اظهر اسلام چې د جماعت اسلامي ډلې مرستيال دی د جنګ پر مهال له پاکستاني ډلو سره يو ځای د هغوی د يوه غړي په توګه د ټولوژنې ډېرو پېښو کې ښکېل و.
دا شپږم کس دی چې د جنګي جرمونو محکمه د مرګ سزا ور اوروي. دا محکمه د بنګله دېش د ازادۍ پر مهال د جنګي جرمونو د محاکمې په موخه څلور کال مخکې جوړه شوې وه.
اسلام پالو ډلو ويلي چې دغه محکمه دوی ته د سزا ورکولو لپاره جوړه شوې، په داسې حال کې چې د بشري حقونو کارکوونکي بيا وایي دا محکمه په نړيوالو معيارونو پوره نه ده.
له ۲۰۱۰ راهېسې چې دغو محکمو کومو کسانو ته سزا ورکړې د مخالف ګوند جماعت اسلامي سره تړاو لري. جماعت اسلامي ډله د بنګله دېش او پاکستان د بېلېدو مخالفه وه.
دغه ډله وايی پر وړاندې يې ټولې راپورته شوې قضيې سياسي موخې لري.
بل پلو ته واکمن عوامي ليګ ګوند وايي چې د ملک د تېر هېرولو لپاره د جنګي جرمونو پلټل اړين دي.
په ۱۹۷۱ کال کې د ختيځ او لوېديځ پاکستان د وېشل کېدو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر نه دی روښانه، خو د بنګله دېش حکومت وايي هغه وخت دری ميليونه وګړي وژل شوي وو. خو په خپلواک ډول ددغه شمېرو پخلی نه دی شوی.








