د امریکا کانګریس ۱۱۰۰ میلیارده ډالره بودیجه تصویب کړه

د عکس سرچینه، BBC World Service
د امریکا کانګریس د راتلونکي کال لپاره ۱۱۰۰ میلیارده ډالره فدرالي ناندریره بودیجه تصویب کړه، چې له دې وروسته به د دغه هېواد ولسمشر باراک اوباما ته د لاسلیک لپاره وسپارله شي.
د استازو جرګې مخکې دغه بودیجه تصویب کړې وه او د یکشنبې په ورځ د امریکا سنا مجلس هم د ۴۰ په مقابل کې د ۵۶ رایو په اکثریت تصویب او په کانګریس کې نهايي کړه.
د بودیجې طرحه د امریکا د دوو اصلي ګوندونو ترمنځ څو میاشتې تر بحث لاندې وه.
د بودیجې تصویب به د حکومت په چارو کې د ځنډ راتلو مخنیوی وکړي، ځکه راتلونکې اونۍ د دغه هېواد سږنۍ بودیجه پای ته رسېږي.
جمهوري غوښتونکو هڅه کوله چې یوازې د داخلي امنیت وزارت د برخې بودیجې له لارې پر ښاغلي اوباما فشار راوړي چې د کډوالو په تړاو ناندریزه طرحه لغوه کړي.
جمهوري غوښتونکو د تېر نوامبر میاشت کې د سنا مجلس ډېری څوکۍ وګټلې او د جنوري په میاشت کې به د دغه مجلس ترلاسه کولو سره د کانګریس کنټرول خپل کړي.
دې سره دوی هیله لري چې د ښاغلي اوباما د هغې طرحې مخه به ونیسي چې میلیونونو غیر قانوني کډوالو ته پکې د کار اجازه ورکوله کېده.
دیموکراتان پر مالي بنسټونو د څار قانون له لغوه کولو خوښ نه دي چې جمهوري غوښتونکو د بودیجې د پروګرام په پای کې ځای کړي وه.
خو په وروستیو کې دیموکراتانو وویل، چې د بودیجې د پروګرام په ګټه به رایه ورکړي، ځکه وايي راتلونکې کال چې په اقلیت کې شي ستونزې به یې له دې هم ډیرې وي.
د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ په یوه جنجالي غونډه کې د بودیجې طرحې ته رایه ورکړه.








