سوریه: "النصرت جبهې" د ادلب پوځي اډه نیولې

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټونه وايي، چې د سوریې شمال لوېدیځ کې پر "القاعده" پورې تړلې ډلې، "النصرت" جبهې د سوري حکومتي ځواکونو یو مرکز نیولی دی.
سوریې کې د بشري حقونو څارونکې ډلې په وینا وسله والو د یوې بلې سخت دریځه اسلامپاله ډلې، "جنود الاقصی (اقصی سرتېري)" په مرسته د هغه برید پایله کې پر(وادي الضیف) ولکه ټینګه کړه، چې د یکشنبې په سهار پیل شوی و.
د تېرو کلونو مودې کې د دغه مرکز نیولو لپاره د منځلارو حکومت مخالفانو بریدونه نابریالي وو.
اوس ویل کېږي، چې د ادلب ولایت ډېری برخې د "النصرت" تر کنټرول لاندې دي.
د جګړې پرمهال، وسله والو وکړای شو، چې د نیول شوي مرکز شاوخوا د تلاشۍ ګڼې پوستې ونیسي.
بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، په دې جګړه کې لږترلږه پینځلس کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا د واکمن نظام او د بشارالاسد پرضد د پاڅونونو او جګړو په اوږدو کې نژدې ۲۰۰ زره کسان وژل شوي دي.




