د "اسلامي دولت" ماتول شاید کلونه وخت ونیسي

له جان کیري سره په دې غونډه کې د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي او د عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم وو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له جان کیري سره په دې غونډه کې د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي او د عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي، د "اسلامي دولت" پرضد د نړیوال ایتلاف د غړو هېوادونو ترمنځ ټینګ هوډ د پیاوړتیا نښه ده. نوموړي ویلي، د "اسلامي دولت" له منځه وړل شاید کلونه وخت ونیسي.

جان کیري خبرداری ورکړی، چې د دغې سخت دریځې د جنګیالیو پرضد اغېزناکه ګامونه اخیستل پیل شوي دي.

جان کیري وروسته تر هغه دا څرګندونې کړې چې رپوټونه وايي، د ایران ایف څلور ډوله جنګي الوتکو د عراق په دیالي ولایت کې د "اسلامي دولت" اهداف په نښه کړي دي.

کیري وايي "اسلامي دولت" ددغې ډلې پرضد د جوړ شوي نړیوال ایتلاف ټولو ګټو ته خطر دی.

له جان کیري سره په دې غونډه کې د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي او د عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم وو.

دغه غونډه اوس پر یوې داسې تګلارې کار کوي، چې له مخې یې پر "اسلامي دولت" پوځي لاسبري رامنځ ته شي، او عراق او سوریې ته د بهرنیو جنګیالیو د تګ مخه ډب شي.

د ایران برید

په دې غونډه کې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي هم ګډون کړی و.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په دې غونډه کې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي هم ګډون کړی و.
امیرالبحر جان کربي

د عکس سرچینه، getty images

د عکس تشریح، امیرالبحر جان کربي: ''ما دغه رپوټونه ليدلي دي او موږ داسې څه نښې نه لرو چې دغه رپوټونه دې ناسم وي.''

پنتاگون وايي پرهغو رپوټونو د شک لپاره هيڅ دليل نه لري چې وايي ايران د عراق په ختيځ کې د ''اسلامي دولت'' د اورپکو پر موخو يو شمېر هوايي بریدونه کړي دي.

د رپوټونو له مخې د ايران ايف ٤ جېټ الوتکو د عراق په دیاله ولایت کې د ''اسلامي دولت'' مورچې په نښه کړي دي.

د پنتاگون وياند په خورا ځير سره په دې اړه څرگندونې کولې.

کله چې ترې پوښتنه وشوه چې آيا ايرانيانو عراق کې د ''اسلامي دولت'' اورپکو پر مورچو گوزارونه کړي دي، د امیرالبحر جان کربي ځواب دا و چې:

"ما دغه رپوټونه ليدلي دي او موږ داسې څه نښې نه لرو چې دغه رپوټونه دې ناسم وي."

په دې برخه کې پيچيلتيا په دې کې ده چې آيا ايراني ځواکونه د امريکا له هوايي ځواکونو ترڅنګ په دې چاره کې ښکېل و او پوښتنه د هدفونو په نښه کولو کې د امريکا ترمشرۍ ايتلافي ځواکونو او تهران ترمنځ همکارۍ کې ده.

دا يو بله ناڅرگنده مساله هم رامنځ ته کوي او هغه دا چې آيا له ايران سره د پوځي عملياتو د نه همغاړي کولو په برخه کې د امريکا تگلاره بدله شوې ده؟

په دې برخه کې يو بل څه هم ناممکن برېښي. ايراني جېټ الوتکو د امريکا له استخباراتي الوتکو پرته عراق کې د ''داعش'' پر مورچو گوزارونه کړي دي او استخباراتي سپوږمکۍ پرې خبرې وې.

کله چې په دې برخه کې څرگنده همغږي نه وه، نو داسې ښکاري چې ايرانيان او امريکايان د گډ دښمن پر وړاندې عمل کې يو بل ته خپلې سترګې پټې کړې وي.

پر همدې مهال، په ایران کې د "فارس" خبري اژانس د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز مسعود جزایري له قوله لیکلي چې د "داعش" ضد ایتلاف کې د امریکا په مشرۍ له ایتلاف سره هر ډول "همکاري" دروغ ده.

ویل کېږي، ایران د عراق په دیاله ولایت کې - چې عراقي ځواکونه له 'اسلامي دولت' سره جنګېږي، پر دغې ډلې هوايي بریدونه کړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ویل کېږي، ایران د عراق په دیاله ولایت کې - چې عراقي ځواکونه له 'اسلامي دولت' سره جنګېږي، پر دغې ډلې هوايي بریدونه کړي.

د تېرې سې شنبې په ورځ، د لبنان امنیتي سرچینو ویلي وو، له سوریې سره پر پوله یې د "اسلامي دولت" د مشرابو بکر البغداديیوه مېرمن او یو زوی نیولي دي.

لبناني امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا نیونه په تېرو څو ورځو کې شوې ده.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف هڅه کوي، چې په سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" فعالیتونه محدود او دغه ډله وځپي.

البغدادي، چې عراقي تابعیت لري، تېره میاشت په یوه وینا کې د سعودي عربستان د چارواکو پرضد د بریدونو غوښتنه کړې وه.

هغه پخپله وینا کې ویلي، خلافت به یې په سعودي عربستان او څلورو نورو عربي هېوادونو کې خپور شي.

له آرشیف نه د ایران د جنګي الوتکې انځور

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له آرشیف نه د ایران د جنګي الوتکې انځور