امریکايي پوځیان د عراق الانبار ایالت ته استول شوي

د عکس سرچینه، AP
له اګست مياشتې راهيسې چې متحدو ايالتونو د اسلامي دولت ډلې پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي، لومړی ځل امريکايي ځواکونه د عراق لوېديځ ولایت انبار ته استول شوي دي.
د پينټاګون يوه وياند وويل، شاوخوا ۵۰ پوځيان د دغه ناارامه ولایت په يوه هوايي اډه کې دي، دوی به وضعيت له نژدې څاري او تر څنګ به يې د عراق امنيتي ځواکونو ته ملاتړ برابروي.
تېره اوونۍ ولسمشر اوباما هغه پلان اعلان کړ، چې له مخې به يې د عراق د امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره ۱۵۰۰ اضافي پوځيان استوي.
له دې مخکې د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ويلي و، عراق ته د نورو ١٥٠٠ امريکايي عسکرو لېږل د اسلامي دولت ډلې پرضد جگړه کې د نوي پړاو د پيل څرگندويي کوي.
د سي بي ايس له ټلويزيون سره په خبرو کې ښاغلي اوباما وويل، لومړى پړاو بشپړ شوى او د اسلامي دولت پرضد ټلواله اوس په داسې يوه حالت کې ده چې په تعرض لاس پورې کړي.
د امريکا ترمشرۍ ټلواله د اگست راهيسې له عراقي اوکردي ځواکونو سره د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جگړه کې مرسته کوي.

د عکس سرچینه، AFP
عراق ته د نويو امريکايي عسکرو د استولو په تړاو د امريکا د دفاع وزارت په اعلامېې کې راغلي چې دغه عسکربه د روزنې څو مرکزونه جوړ کړي چې د عراقي پوځ نهو قول اردوگانو او د کردانو د پيشمرگه دريو لواگانو ته روزنه ورکړي.
امريکا وار دمخه عراق کې ١٦٠٠ عسکر لري، چې له نويو هغو سره به يې شمېرتردرې زرو واوړي.
پینټاګون د نویو عسکرو لېږلو پر مهال ویلي و، د دغو پوځیانو رول به محاربوي نه وي او عراقي ځواکونو سره به مرسته کوي او سلا مشورې به ورکوي.
خو په واشنګټن کې د بي بي سي یو خبریال په خبره، داسې اندېښنې شته، چې ښايي عراق کې ډېرېدونکي امریکايي پوځیان به ژر پر یوه جګړه ییز ځواک بدل شی، ځکه د عراقي ځواکونو وړتیا تر شک لاندې ده.
د متحد ايالاتو ځواکونه داسې مهال بېرته عراق ته ورستنېږي، چې امريکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې دغه هېواد پرېښود.








