کراچۍ کې زهرجنو شرابو ۱۶ کسان وژلي

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله ۱۶ کسان وژل شوي دي.
د جناح روغتون بېړني ډېپارټمنټ مشرې ډاکټر سیمي جمالي بي بي سي ته ویلي چې د زهرجنو شرابو څښلو ډیری کسان اغېزمن کړي و او د سې شنبې ورځې راهیسې یې روغتون ته راوړل پیل شوي و.
نوموړې زیاته کړه چې له دغو کسانو یې ۱۶ مړه شوي او د پنځو نورو حالت لا هم د اندېښنې وړ دی.
ډاکټر سیمي وویل چې په دغو کسانو کې ډیری يې ځوانان او د کم عمر هلکان دي.
د رپوټونو تر مخه دغو کسانو د اختر د لمانځنې په ورځو کې غیر معیاري او زهرجن شراب څښلي.
دا په تېرو څو اونیو کې د پاکستان په سند ایالت کې د زهرجن شرابو څښلو له امله د مړینو دویمه ورته پېښه ده.
تر دې وړاندې له اختره یوه اونۍ وړاندې د سند ایالت په دویم لوی ښار حیدراباد کې هم ورته پېښه رامنځ ته شوې وه چې له شلو زیات کسان په کې وژل شوي وو.
پاکستان کې د شراب پر څښلو او پلورلو بندیز دی او یوازې غیر مسلمان کولی شي چې له اړوندو هټیو یې ترلاسه کړي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې ۱۰۰ داسې هټۍ شته چې د حکومت له لوري ورته د شراب پلورلو اجازه ورکړل شوې.








