ایران: "اسراييلۍ ډرون الوتکه مو ویشتلې"

د ایران خبري اژانس ویلي په نتنز سیمه کې د هېواد اتومي بټۍ ته نژدې یوه اسرائيلۍ ډرون الوتکه ویشتل شوې ده.
د اسنا خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ دغه بې پیلوټه الوتکه "سټېلت ډرون" وه چې راډار یې نه شي کشفولی.
د رپوټ پر بنسټ دا الوتکه د ایران انقلابي ګارد ویشتلې.
په رپوټ کې راغلي چې دغه ډرون الوتکه د ایران اټومي بټۍ شاوخوا ګرځېده خو بټۍ ته تر رسېدو وړاندې له ځمکې د میزایل پر مټ وویشتل شوه.
د اسرائیل پوځ تر دې دمه د دغو خبرونو پخلی نه دی کړی.
د نتنز اټومي بټۍ د مرکزي ایران اصفهان ښار ته نژدې موقعیت لري.
د ایران اتومي پروګرام

د عکس سرچینه، bb
ایران تل دا تورونه لګولي چې لویدیځ او اسرائیل یې د اتومي بټۍ له منځه وړلو هڅه کوي.
د ایران حکومت د خپل اتومي پروګرام دفاع کړې او سوله ییز یې بللی.
خو د امریکا او اسرائیل په ګډون ځینو هېوادونو د ایران اتومي پروګرام غندلی او وايي چې یوازینۍ موخه یې د اتومي وسلو جوړول دي.
د نړۍ مشرانو او ایراني حکومت تر منځ لا هم د ایران د اټومي پروګرام پر سر خبرو رڼې پایلې نه دي لرلي.
اسرائیل تر دې وړاندې څو ځل ګواښ کړی چې ګواکې د ایران اټومي بټۍ به په نښه کوي.
د تیرې یکشنبې په ورځ ایراني حکومت د یوې غونډې په ترڅ کې د هېواد هوايي ځواک پیاوړي کولو په تړاو څلور نوي پروګرامونه په ډاګه کړل.
په غونډه کې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم موجود و.








