م م: ایران حساسیت پاروونکې اتومي زېرمې کمې کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ سازمان وايي ایران د دغه هېواد اتومي پروګرام په اړه له شپږو نړیوالو قوتونو سره د شوې هوکړې له مخې نږدې ۸۰ سلنه حساسیت پاروونکي اتومي زېرمې کمې کړې دي.
د اتومي سازمان په یوه سري راپور کې چې بي بي سي یې په اړه معلومات ترلاسه کړي راغلي، چې ایران په شپږو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د اتومي بم جوړولو لپاره د مشکوکو څېړنو د لیدلو اجازه هم ورکړې ده.
په ویانا کې د بي بي سي خبریال وايي دا وروستی راپور به هغو نړیوالو قوتونو لپاره د خوشحالۍ خبر وي چې غواړې له ایران سره د دغه هېواد د اتومي پروګرام په اړه جوړ جاړی وکړي.
ایران تینګار کوي چې اتومي پروګرام یې یواځې سوله ییز هدفونه لري.
د یورانیمو چاڼ زېرمې
تېره اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادارې مسوولینو وویل، چې ایران د شویو تړونونو له مخې د خپلو لوړو یورانیمو د چاڼ زېرمې تر نیمایي کمې کړې دي.
د نړیوالې اتومي انرژۍ څارونکې اداره له ایران سره د هغو تړونونو عملي کېدل څاري چې دې هېواد له شپږو ځواکونو سره لاسلیک کړي وو.
دغه ځواکونه له ایرانه غواړي چې د خپلو یورانیمو د چاڼ کچه راټيټه کړي، ځکه دوی وېره لري چې ایران ښايي یورانیم د اتومي وسلې جوړولو له پاره وکاروي.
لوېدیځ د ایران د اتومي پروګرام په اړه شک لري او فکر کوي چې ایران د اتومي بم جوړولو په هڅه کې دی.
خو ایران ټينګار کوي چې پروګرام یې یوازې سوله ییزې موخې لري او د اتومي وسلې د جوړولو په لټه کې نه دی.








