"د اېبولا کنترول شپږو میاشتو ته اړتیا لري"

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې یا اېم ایس ایف ویلي چې په لوېدیځه افریقا کې د اېبولا د ویروس مخنیوي لپاره لږ تر لږه شپږو میاشتو ته اړتیا ده.
جینیوا کې د خبرو پر مهال د دغې ټولنې مشر خوان لويي وویل چې د اېبولا مخنیوی لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان په مشرۍ پیاوړې نړیوالې همغږۍ ته اړتیا ده.
تر دې وړاندې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې ښايي د اېبولا ویروس "له اندازې ډېر بې ارزښته" ګڼل شوی وي. نوموړي سازمان ویلي چې په دې اړه "نا عادي ګامونو" پورته کولو ته اړتیا ده.
دغه ساري ناروغي د فبرورۍ په میاشت کې د ګینا په هېواد کې پیل شوه او له هغې راهیسې د لایبریا، سیرالیون او نایجریا هېوادونو ته هم خپره شوې ده.
تر اوسه د دې ناروغۍ له امله ۱،۰۶۹ کسان مړه شوي دي.
اغلې لویس ویلي چې د اېبولا د مخنیوي لپاره یې په لایبریا کې کنترولول مهم دي.

د عکس سرچینه، science photo library
نوموړې وویل: "که موږ یې لایبریا کې مخه و نه نیسو نو په سیمه کې یې هم مخه نه شو نیولی".
اغلې لویس زیاته کړه: "موږ څو اونیو ته نه بلکه د څو میاشتو ژمنتیا ته اړتیا لرو، لږ تر لږه شپږ میاشتې، هغه هم که خوشبینه اوسو".
نوموړې پر نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د روغتیا پر نړیوال سازمان هم غږ وکړ چې په دې برخه کې نور اړین ګامونه پورته کړي.
اېبولا د اخته کس د بدن له مایعاتو سره د اړیکو له لارې بل انسان ته خپرېږي.
اخته کسانو کې لومړی د والګي نښې نښانې او د وینې بهېدنه لیدل شوې چې د بدن د ځینې غړو له کاره ولېدو لامل کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د هوايي سفر پر مهال د دغه ناروغې خپرېدو امکان لږ دی.
دې ته په پام سره کینیا هغه غوښتنې و نه منلې چې دوی دې پر اېبولا اخته لوېدیځو افریقايي هېوادونو ته خپلې الوتنې ودروي.








