اسرائیلو د م.م پر یوې مدرسې برید کې ۱۵ کسان وژلي

په تازه وژل شویو کې یو ماشوم هم دی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په تازه وژل شویو کې یو ماشوم هم دی.

فلسطیني سرچینو بي بي سي ته ویلي، اسرائیلو په بیت حانون کې د ملګرو ملتونو پر یوې مدرسې برید کړی، چې لږترلږه ۱۵ هغه پناه غوښتونکي یې وژلي، چې دغه ځای ته یې له بریدونو پناه وړې وه او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې اسرائیل د ملګرو ملتونو پر یوه مدرسه برید کوي، خو لومړی ځل دی، چې د برید قربانیان بې ګناه وګړي او پناه غوښتونکي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، په وژل شویو کې یو ماشوم هم دی.

ددغه برید په پایله کې، د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې په بیت حانون سیمه کې یې له حماس سره جګړه کړې او د حماس غړي یې د ملګرو ملتونو د یوه بنسټ له ودانۍ نه په بریدونو او له ولسي وګړو د سپر په توګه په ګټې اخیستو تورن کړي دي.

د اسرائیلو پوځویلي، د پنجشنبې په ورځیې حماس په غزې ترانګې کې د بیت حانون له قلمرو نه توغندي توغولي.

د ملګرو ملتونو په دې مدرسه کې د غزې هغه لسګونه زره کورنۍ مېشتې دي، چې د اسرائیلو له ناتار نه یې خپلې مېنې پرېښې دي.

په دې سره، پر غزې د اسرائیلي په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر نژدې ۸۰۰ کسانو ته رسېدلي دی. د ملګرو ملتونو د تازه ارزونو له مخې، په دغو قربانیانو کې درې پر څلور یې فلسطیني ولسي وګړي دي.

غزه کې د اسراییلو ضد لاریون

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، غزه کې د اسراییلو ضد لاریون
اسرائیلي بریدونو تر سلو ډېر ماشومان وژلي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، اسرائیلي بریدونو تر سلو ډېر ماشومان وژلي

په مقابل کې د اسرائیلو ایله ۲۹ پوځيان او درې ولسي اسرائیلیان قتل شوي دي.

اوربند پر غزې د اسرائیلي یرغل ۱۷ ورځې پوره کېږي، پر وژل شویو او ټپیانو سربېره، له غزې نه ۱۴۰ زره وګړي وتلي دي. ملګرو ملتونو ویلي، په غزه کې وضعیت ناورین ته نژدې شوی، چې په وینا یې تر بل هر وخت اوس هلته بشري مرستو ته ډېره اړتیا ده.

تر اوسه د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوربند هڅو کومه څرګنده نتیجه نه ده ورکړې.

تېره ورځد حماس د سیاسي څانګې مشر خالد مشعل وویل، له اسرائیلو سره پر دې شرطاوربند کوي، چې د ټولې غزې کلابندي به ختموي.

خو نوموړي د حماس بې وسلې کول یو ناممکن کار وباله.