د فوټبال اتلولیو په پلمه ایران کې د شرعي کالیو ننداره

د عکس سرچینه،
د ایران پلازمېنه تهران کې د کالیو فېشن مؤسسې د فوټبال نړیوالو اتلولیو په مناسبت د شرعي ښځينه کالیو فېشن شو جوړه ړکې ده.
دې نندارې د فوټبال د اتلولیو او د ایراني بیرغ په بڼه بېلابېل شعارونه او ډیزاینونه تماشاچیانو ته وړاندې کړل.
د "هنر آنلاین" وېبپاڼې د راپور پربنسټ، د نندارې چمتو کوونکې مریم مؤیدي خبریالانو پر ایراني ټولنې د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ د ډېر اغېز په اړه خبرې وکړې، چې په وینا یې په تېره بیا د سپورت برخه کې ایرانیان ډېره لېوالتیا لري:
"د فېشن بنسټ له ډېرو ستونزو سره سره، د نندارې جوړولو اجازه ترلاسه کړه، د نندارې اصلي لامل نړۍ ته د ایران د اسلامي کلتوري رنګونو وړاندې کول وو".

د عکس سرچینه،
مؤیدي زیاتوي "په دې ورځو کې د روانو سپورتي سیالیو په برخه د کالیو څلور ډوله فېشنونه وړاندې شول، چې پر ټولو د ایران بیرغ او کلتوري رنګ له ورایه ښکاري، ترڅنګ یې د پړانګ انځور هم لیدلی شئ" .
مریم مؤیدي زیاتوي، دغه ډیزاینونه د ایراني دودیز او لرغوني کلتور یوه برخه ده.

د عکس سرچینه،
خو د نندارې د چمتو کوونکې مؤسسې یوه بل چارواکي جاوید شیرازي وویل: "مینه وال هڅه کوي، چې د اسیایايي لوبو پرمهال یې ننداره ډېر مینه وال پیدا کړي، د نندارتون له برکته ترلاسه کېدونکې پیسې به د ایران د فوټبال پر ملي ټیم ولګول شي".
که څه هم په ایران کې په رسمي توګه د فېشن نندارو اجازه نه شته، خو په ځینو پټو ځایونو کې دا کار کېږي.

د عکس سرچینه،
په ایران کې د قانون پربنسټ هره مېرمن باید حجاب ولري، خو د فېشن هنر له بندو دروازو هاخوا ترسره کېږي.
ایراني سخت دریځو ملایانو په ښکاره د کالیو د فېشن پر چارو کلکې نیوکې کړې دي.

د عکس سرچینه،
سخت دریځي د کالیو د فېشن نندارې د لوېديځ کلتور او ښکېلاک یوه برخه ګڼي، چې په وینا یې د دې پرځای چې ټولنه د اصلاح خوا ته بوځي، لانورې ګډوډۍ او بې لارې توب ته یې کشوي.








