' د عراق حکومت له ستونزو سره لاس او ګریوان دی '

د عکس سرچینه، Reuters
د عراق حکومت له مخالفو وسله والو سره په مبارزې کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
دیپلوماتانو او سیاستوالو د بي بي سي خبریال ته ویلي داسې ښکاري چې د داعش ډلې کسان د حکومتي ځواکونو پرتله ښه روزل شوي، په ښو وسلو سمبال او د تجربې خاوندان دي.
بغداد د اوسني ګواښ له منځه وړلو لپاره پر امریکا د هوايي بریدونو غږ کړی دی خو واشنګټن وايي د بحران د بشپړ له منځه وړلو لپاره هېڅ بشپړه پوځي لار نشته.
د امریکا یو لوړپوړی پوځي څېړونکی کریستوفر هارمر وايي د اوس لپاره هوايي بریدونه یو غوراوی نه دی:
' دوې اونۍ وړاندې کله چې داعش خپل ځینې جنګیالي له یوه ځایه بل ته او د سوریې له مرکزي او ختیځو سیمو د عراق مرکز ته لېږدول، هغه وخت پر هغوی د برید لپاره ښه وو.
اوس چې دوی له سیمه ییزو جنګیالیو سره یو ځای شوي او په بشپړه توګه د ملکي خلکو سره یو ځای دي، نو دا کار د مخالفو جنګیالیو پر ضد د هوايي ځواک او یا هم د کروز توغندیو کارول نا ممکنوي.'
بل لور ته سني جهادي ډلې د عراق په لویدیځ الانبار ولایت کې نورې سیمې هم نیولې دي. امنیتي چارواکي وايي د رطبه ښار د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلی دی.
دا د اردن او بغداد تر منځ لویې لارې اوږدو کې یو مهم ستراتیژیک ځای دی. د یاغیانو یو ویاند بي بي سي ته وویل دوی د ټول الانبار ولایت د نیولو تکل لري.
چې د عراق تر ټولو لوی سني مېشته ایالت دی. عراقي ځواکونو د پلازمېنې بغداد په شمال لویدیځ کې د تکریت پر ښار هوايي برید کړی چې دا مهال د مخالفینو په لاس کې دی.








