د ترکیې سکرو کان کې چاودنې تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل

د عکس سرچینه، AP
ترکیې کې چارواکي وايي، د دغه هېواد سوما سیمې ( له انقرې نه ۴۵۰ کیلومتره لرې) د ډبرو سکرو یوه کان کې اورلګېدنې او چاودنې له کبله تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د ترکيې انرژۍ وزیر طایر یلدیز په ټلویزیوني مرکه کې د کان کېندونکو وژل کېدل تایید کړي او وايي، د چاودنې پر مهال دغه کان کې له ۷۸۰ ډېر کان کېندونکي موجود وو.
د نوموړي په خبره کان کې د برېښنايي شاټۍ له کبله چاودنه وشوه، چې له کبله یې د تګ راتګ او د هوا ننوتو لارې وتړلې شوې.
د کان په شاوخوا او روغتون کې اوسمهال ګڼ شمېر کسان یو ځای شوي دي. مرستندویان کان ته د ننوتو هڅې کوي او دغه راز کان ته د اکسیجن داخلولو لپاره هڅه او هاند کېږي.
له چاودنې وروسته مرستندویه فعالیتونه پیل شوي دي، خو د چاودنې ځای د ځمکې له سطحې دوه کیلومتره لاندې او د کان له خولې څلور کیلومتره لرې موقعیت لري.
د یوه ځايي کارکونکي محمد بهتن اتچي په وینا دغه شخصي کان کې د لوګي یو ځاي کېدو له کبله مرستندویه فعالیتونه له ستونزو سره مخامخ دي.
د این ټلویزیون په رپوټ کې، د انرژۍ وزیر طاير یلدیز له قوله، چې سوما سیمې ته پر لار و، ویل شوي، چې د وژل شویو کسانو د شمېر په باب بېلې شمېرې مخې ته راځي او وايي، زه اوسمهال هېڅ نه شم ویلی، خو لومړی باید تر ځمکې لاندې شته کانکېندونکو ته ځان ورسوو.
د شنونکو په وینا د ډېری صنعتي هېوادونو پر تله ترکیې کې د کانونو خوندیتوب شالید ډېر ښه نه دی.
دغه هېواد کې د کانونو په اړه تورې بحیرې ته څېرمه ۱۹۹۲ کال کې یوه خورا ناوړه پېښه رامنځته شوه، چې پکې ۲۷۰ کسان ووژل شول.








