سوریه کې ۴ تښتول شوي خبریالان خوشي شوي

د عکس سرچینه، AFP
په سوریه کې هغه څلور فرانسوي خبریالان خوشي شوي، چې له تېر جون میاشتې راهیسې تښتول شوي وو.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي "د دغو فرانسوي خبریالانو په خوشي کېدو ډېر خوشحاله شوم".
اولاند ویلي، چې "څلور واړه خبریالان (ادوارد الیاس، دیدي فرانسوا، نیکولا انین او پییر توري) روغ رمټ دي".
د ترکیې خبري اژانس ویلي "ترکي پوځيانو له سوریې سره پر پوله څلور فرانسوي خبریالان په داسې حال کې وموندل، چې لاسونه، پښې او سترګې یې تړل شوي وو".
دغه خبریالان په بېلابېلو پېښو کې تښتول شوي وو، چې تر ډېره یې د تښتولو پړه په عراق او شمال کې د اسلامي دولت (داعش) پر ډلې اچول کېده.
دیدي فرانسوا د "اروپا ۱" رادیو خبریال و، او اډوارډ الیاس عکاس و، چې په تېر جون کې حلب ته پر لاره تري تم شول.

د عکس سرچینه، BBC World Service
خو نیکولا انین بیا، د "لې پواینټ" فرانسوۍ مجلې سره کار کاوه، او پییر توري بیا د "ارټي" جرمني- فرانسوي تلوېزوین خبریال وو.
سوریه د ځمکې پر سر د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکه سیمه ده، چې د تېرو درو کلونو د کورنۍ له پیل راهیسې پکې نژدې ۶۰ خبریالان وژل شوي دي.








