پاکستاني مسیحي ته د مرګ سزا

د عکس سرچینه، BBC World Service
یو پاکستانی مسیحي سړی اسلام ته د سپکاوي په تړاو هغې قضیې کې د مرګ په سزا محکوم شوی، چې تېر کال یې له امله په دغه هېواد کې شخړې راپورته شوې.
په ختیز ښار لاهور کې یوه قاضي د ساون مسیح په نامه دا سړی له خپل یوه مسلمان ملګري سره د ناندریو پر مهال د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي کې ښکېل وباله.
له دغې پېښې وروسته په لاهور کې یوې قهرجنې ډلې د مسیحیانو په یوه سیمه برید وکړ، چې سلګونه کورونه په کې وسوځول شول.
د ساون مسیح مدافع وکیل ویلي، یاد شوي قاضي دا پرېکړه په یوه زندان کې د دواړو خواو له استدلال اورېدو وروسته کړې ځکه چې محکمې ته د تورن کس په بیولو کې د نوموړي د خوندیتابه په اړه وېرې موجودې وې.
د هغه وکیل نعیم شاکر وايي چې د خپل موکل په حق کې به د استیناف غوښتنه وکړي.
پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي سزا مرګ دی، خو تر اوسه اسلام ته د سپکاوي په تور څوک نه دی اعدام شوی، خو ځینې وخت عام خلک د تورن د وژلو هڅې کوي.
پاکستان کې دې قضیې د ځینو خلکو غوسه راپارولې ده.
قاضیان هم اړ شوي چې د دا ډول قضیو محاکمې د زندان د ننه جوړې کړي خو عیني شاهدانو ته په کې د شاهدۍ ورکولو حق نه ورکول کېږي.
ځینې پاکستاني حقوقپوهان وايي، اسلام ته د سپکاوي قانون تورن کس ته د عمري بند یا اعدام سزا ټاکلې ده.
تېر کال تورن کس ونیول شو، چې په لړ کې یې مسیحي کلیوالو لاریون وکړ او ان ځینې کورونه یې هم وسېځل.
د پېښې پر اوومه ورځ، سلګونه کسان له وېرې له خپلو کورونو ووتل.
د یاد تاوتریخوالي په تور حکومت ۸۳ مشکوک کسان ونیول، چې یو هم په کې مسیحي و.
د لاهور پولیس وايي، ټول نیول شوي بېرته خوشي شوي دي.
پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي قانون د پاکستاني حکومت تر جوړېدا مخکې په ۱۹۴۷ کال جوړ شوی، خو د پاکستان د پخواني پوځي مشر محمد ضیاء الحق د واکمنۍ پرمهال دغه قانون بدل شو او اسلام د پاکستان رسمي دين شو او سپکاوي کوونکو ته یې د اعدام سزا وټاکل شوه.








